اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د چين صدر شي جن پنګ خاص نمائنده د چين نا??ب وزيراعظم او د چين د كميونسټ ګوند د سنټرل كمېټۍ د پولټ بېورو غړي هي لي فېنګ ليدلي٬ د ملاقات په مهال د پاك چين اړيكو د يو شمېر اړخونو پشمول د چين پاكستان اقتصادي لارې (سي پېك) او په دوه اړخيزه اقتصادي او مالياتي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين نا??ب وزيراعظم هي لي فېنګ وزيراعظم هاؤس ته په رسېدو تود هركلے وشو۔ وزيراعظم شهباز شريف هي لي فېنګ ته په مارچ كښې ?? چين د نا??ب وزيراعظم د چوكۍ په ذمه وارۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل چې چين په پاکستان كښې ?? كال 2022 د تباه كن سېلاب او پاكستان ته په رامخې ته موجوده معاشي چېلنجونو په خاص توګه د آئي اېم اېف سره لوظنامې ته په حتمي شكل وركولو په ستونزمن وخت كښې ?? پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ ٶ۔ د چين نا??ب وزيراعظم هي لي فينګ د پاکستان او چين ستراتېژك شراكتداري او په دوستۍ او ورورلۍ اډانه اړيكې رامخې ته كړې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه شراكت كښې په پراختيا زور رواړ??۔ ده د پاکستان معاشي او اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ كښې ?? چين د مستقل مرستې باور وركړ??۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو مشرانو د سي پېك منصوبې د پاكستان او چين په مشتركه معاشي او اقتصادي پرمختګ كښې په مركزيت زور رواړو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د سي پېك لسمه سالګره دې منصوبې ته بيا د سره د پراختيا وركولو يوه ځالانده موقع ده۔ په ملاقات كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف چين ته زرعي برآمدات په زياتولو كښې ?? پاكستان د دلچسپۍ نه خبر كړو۔ په دې موقع پاكستان او د چين ترمېنځه زرعي، صنعتي او د مواصلاتو پشمول په نورو څانګو كښې ?? تفاهم په يادښتونو لاسليك وش??۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په سيمه ايزو مسئلو او د خپلو قامي ګټو تحفظ له د يو بل ملاتړ له د عزم څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين نا??ب وزيراعظم هي لي فېنګ په درناوي كښې ?? ماسپخين د مېلمستيا اهتمام هم كړې۔ د چين په پلاوي كښې ?? چين د سټېټ کونسل ډپټي عمومي سېكتر ګو وے، د چين نا??ب خارجه وزير سن ويډونګ، د نېشنل ډويلپمنټ اينډ ريفارم کمېشن نا??ب چيئرمېن کونګ ليانګ، د پيپلز بېنك آف چائنا ډپټي ګورنر زوان چينګنينګ او وانګ کيبنګ، د چين د تجارت وزارت د آسيائي چارواكو څانګې ډائريکټر جنرل وانګ ليپنګ، په پاکستان كښې ?? چين د سفارت چارج ډي افئيرز پانګ چنشوئے او د چين نورو لوړ پوري شامل و??۔ د پاکستان په پلاوي كښې وفاقي وزيران بلاول بھټو زرداري، سيد نويد قمر، محمد اسحاق ډار، رانا ثناءالله، مريم اورنګزېب، احسن اقبال، خواجه سعد رفيق، وزير مملکت حنا رباني کھر، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او د بېلا بېلو وزارتونو لوړ پوري هم شامل وو۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د چين نائب وزيراعظم هي لي فېنګ وليدل٬ د پاك چين اړيكو په يو شمېر اړخونو٬ سي پېك او په دوه اړخيزه اقتصادي او مالياتي مرسته د خيالاتو څرګندونه
Dragon Hatching Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی