پېنډۍ 22 اګست (اے پي پي) د پاکستان رېنجرز د هند لخوا د قاچاق لويه كاروائي ناكامه كولو سره د هند 6 قاچاقبر نيولي دي٬ د قاچاقبرو د بي اېس اېف ترنګرانۍ ??اندې پولې څخه اوړېدل راوړېدل د حېرانتيا وړ دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د 29 جولائي نه تر 3 اګست د هند شپږ قاچاقبر ګرفتار كړي شوي كوم چې د نشه اي توكو او وسلې په قاچاق كښې ككړ دي۔ د نيولې شويو قاچاقبرو په ضد به پاكستان ته په غېر قانوني توګه د راننوتلو او د رياست مخ??لف هلو ځلو په كولو د پاكستاني قوانينو له مخې كاروائي كولې شي۔آئي اېس پي آر د هندي قاچاقبرو د بي اېس اېف تر نګرانۍ ??اندې پولې څخه په آسانۍ سره اوړېدل راوړېدل د حېرانتيا وړ ګرځولو سره ووئيل دا خبره لرې نه ده چې هندي بي اېس اېف دې قاچاقبرو سره ممكنه ساز باز لري۔ هيله لرؤ چې بي اېس اېف به په پوله د نګرانۍ ??ظام پياوړې او قاچاقبرو سره ساز باز ختم كړي۔ د يادونې وړ ده چې انتخابات رانزدې كېدو سره د مودي سركار په ناوړه چالونو٬ د ډز بندۍ خل??ف ورزو او د دراندازۍ په هڅو كښې اضافه شوې ده۔ تېر?? ورځ د هند پوځ د دريو كالو راهسې روانه د ډز بندۍ لوظنامې خل??ف ورزي كولو سره په نكيال سېكټر كښې ناتاره ډزرې كولو سره 60 كلن غياث شهيد كړو۔ هند په تېر وخت كښې هم په پاکستان كښې د قاچاقبرو او د ترهګرو په مرسته كښې ككړ پاتے شوے دے۔ د تجزيه نګارو له مخې د ډز بندۍ لوظنامې خل??ف ورزي٬ قاچاق او په دراندازۍ كښې اضافه د مودي سركار لخوا د جنګ ماحول جوړولو سره د كال 2024 په انتخاباتو د اثر انداز كېدو هڅه ده، جعلي سرجيکل سټرائيك، د پلوامه ډرامه او اړي بريد د مودي لخوا انتخابي سټنټ وو٬ د دفاعي پوهانو له مخې څنګه څنګه چې انتخابات رانزدې كېږي د مودي سركار لخوا پاكستان مخ??لف كاروائيو او بيانيو كښې شدت رامخې ته كېږي۔
رېنجرز د هند لخوا د قاچاق لويه كاروائي ناكامه كړه٬ د هند 6 قاچاقبر نيولي شوي٬ د قانون له مخې به كاروائي كولې شي۔ آئي اېس پي آر
Grab and go entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II