اسلام آباد 03 اپرېل (اے پی پی) صدر آصف علي زرداري سره د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير ملاقات وكړو او هغه ته يې د پاكستان صدر او وسله والو ځواكونو كمانډر چوكۍ په سنبهالولو مباري وركړه ۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير د صدر مم??كت كاميابې مودې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه ۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د ملاقات په مهال د پاك پوځ سرلښكر صدر مم??كت آصف علي زرداري د ترهه ګرۍ په ضد روانو پوځي آپرېشنز نه خبر كړو۔دوي په ملاقات كښې د روايتي خطرو مخ نيوي په آپرېشنل تيارو رڼا واچوله او دغسې صدر د بلوچستان او خېبرپښتونخوا سيمو پشمول پرمختيائي پروژو كښې د پوځ كردار په اړه هم خبر كړے شو ۔په ملاقات كښې صدر مم??كت د پاكستان د وسله والو ځواكونو مثالي كردار وستائېلو۔صدر مم??كت ووئيل د رياست خپلواكي او سيمه ايزې سالمتيا تحفظ كښې د پوځ خذمات د كليدي حېثيت وړ دي۔دغسې صدر مم??كت د ځپليو سيمو سماجي پرمختګ لپاره د پوځ هڅې هم وستائېلې ٬ صدر د ترقۍ په لور د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلے وكړو ۔صدر مم??كت د قامي طاقت د ټولو عناصرو د لارې د ترهه ګرۍ بشپړه ځواب وركولو كښې د قام د عزم څرګندونه وكړه ۔دغسې صدر د قام لپاره د ځانونو قرباني ??ړاندې كوو??كو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل چې د شهيدانو وينا به تل د پاكستاني ??ام استقامت او طاقت علامت وي۔صدر مم??كت د شهيدانو او د هغوي كورنيو قربانيو ته هم د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې ۔صدر مم??كت د شهيدانو او د هغوي د كورنيو عزت او تكريم لپاره د قام د غېر متزلزل عزم هم پخلے وكړو۔په ملاقات كښې په پاكستان كښې د امن٬سلامتيا او پرمختګ اقدار په ځاے ساتلو لپاره د يووالي او عزم هم څرګندونه وشوه۔
صدر آصف علي زرداري سره د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير ملاقات
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea