ابوظهبی۔6جنوری (اے پی پی) د تجارت نګران وفاقي وزير ګوهر اعجاز وئيلي دي پاكستان متحده عرب امارات سره اقتصادي همكارۍ ته وده وركول غواړي٬ متحرك او پياوړي سباؤن لپاره زمونږ شريك وژن د دوه اړخيزه س??ما??ه كارۍ او تجارتي اقدامات لاره هواروي۔ د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې ده دا خبره د متحده عرب امارات د تجارت وزير ډاكټر تهاني احمد الزيودي سره ملاقات كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو سره سره د پاكستان د سروس او لاجسټكس په څانګو كښې د متحده عرب امارات س??ما??ه كارۍ لپاره د موقعو تعين كولو پلو پام وګرځولے شو په كومو كښې چې د بندر ځايونو جوړولو ٬ د لاجسټكس مركزونو ٬ د هوائي مېدانونو آسانيو ٬ شپنګ او د كارګو خذمات پراخا كولو او د دې كاركردګي زياتولو له په عصري ټېكنالوجۍ كښې د س??ما??ه كارۍ په څير څانګو احاطه وكړې ??وه?? دواړو وزيرانو س??ما??ه كارو لپاره د غوره چاپېريال رامخې ته كولو عزم تكرار كړو۔ دوئي په دې څانګو كښې د همكارۍ د بلها امكاناتو اعتراف وكړو چې ورسره به تجارت وده وكړي او د روزګار موقعې به هم رامخې ته شي۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې ګوهر اعجاز ووئيل مونږ متحده عرب امارات سره اقتصادي همكارۍ ته وده وركول غواړؤ ٬ متحرك او پياوړي سباؤن لپاره زمونږ شريك وژن د دوه اړخيزه س??ما??ه كارۍ او تجارتي اقدامات لاره هواروي۔ دا ملاقات په پاك امارات همكارۍ كښې مهم پېش رفت په ګوته كوي۔ د دواړو هېوادونو مقصد د انفراسټرکچر، عصري ټېكنالوجيز او خذماتو په څانګو كښې س??ما??ه كارۍ ته ترجيح وركولو سره تلپاتې پرمختګ ترلاسه كول او په نړيواله منډۍ كښې خپل ??عي??ت پياوړے كول دي۔
پاكستان عرب امارات سره اقتصادي همكارۍ ته وده وركول غواړي٬ ډاكټر ګوهر اعجاز
Unicorn Tips official entertainment website
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا