کو??لا??مپور۔29مئی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير احسن ا??بال ته د اېشین پراډکټیوټی آرګنائزېشن لخوا د پالېسۍ، اسټرېټجک سوچ، فعاله مشرتابه او د مېنجمنټ دلارې د سماجی او اقتصادی پرمختګ په هڅو كښې د غوره كاركردګۍ په څرګندونه ایوارډ وركړے شو۔ د پلاننګ کمېشن چارواكو له مخې د ایوارډ ده ته د وفاقي وزير په حېث په ټولو مودو كښې د ده په ترلاسه كړې كاميابو وركړے شو۔ احسن ا??بال كال 2018-2013 او 2023-2022 كښې د پاكستان د منصوبه بندۍ وزير پاتے شو۔ ده په كال 2018-2017 ??ښې د داخله وزير په حېث خذمات ترسره كړل۔ احسن ا??بال د نړيوال نېټ ورکس د لارې په پاكستان كښې پېداواري صلاحيت زياتولو له نوې منصوبې عملي كړې۔ وفاقی وزیر احسن ا??بال ته دا ايوارډ د ملائیشیا په کو??لا??مپور ښار كښې د شورؤ په ورځ د اېشین پراډکټیوټی آرګنائزېشن ګ??رننګ باډی په 66 مه غونډه كښې وركړې شو۔ په دې تنظيم كښې د پاكستان په شمول د نړۍ 21 هېوادونه شامل دي۔ دا ايوارډ هغه چا ته وركولے شي چا چې د خپل كار ٬ فعاله خيالاتو او اثر ورسوخ دلارې په ملي يا سيمه ايزه كچه سماجي او اقتصادي پروډکټیوټی كښې بهترۍ لپاره مثالي كردار ترسره كړې وي۔ اېشین پراډکټیوټی آرګنائزېشن په كال 1961 كښې ایشیا پېسفک سيمه كښې د دوه اړخيزه مرستې د لارې پېداواري صلاحيت زياتولو له جوړ كړے شوے وو۔ دا تنظيم په صنعت ٬ كركيله ٬ سروس او پېلك سېكټرز كښې د پالیسی اېډوائزری سروسز د لارې په منطقه كښې تلپاتې سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې كوي
وفاقي وزير احسن اقبال ته د ایشین پراډکټیوټی آرګنائزیشن لخوا ايوارډ وركړے شو
बीजी ऑनलाइन ईमानदार मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر