اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) سېنېټ كښې سوات او سرګودھا كښې د عام اولس لخوا د مذهب په نامه سرعام د ??ګړ?? د قتل په ضد قرارداد منظور كړے شو۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پيپلز پارټي سېنېټرې قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئيلي شوي دا ايوان په سوات او سرګودھا كښې د مذهب په نامه د عام اولس لخوا د سرعام قتل د پ??ښو غندنه كوي٬ د پاكستان په آئين كښې انساني ژوند ته بنيادي حق ترلاسه دے٬ بايد وفاقي او صوبائي حكومتونه په هېواد كښې د مذهبي اقليتونو او د كمزورو طبقو پشمول د ټولو ??ګړ?? حفاظت او سلامتيا باوري كړې٬ ايوان د خېبر پښتونخوا او پنجاب حكومتونو څخه مطالبه كوي چې په دې پ??ښو كښې ك??ړ كسان انصاف سره مخ كړي او د ??ګړ?? د تحفظ لپاره اقدامات وكړي۔ دغسې ايوان د اپوزيشن د احتجاج باوجود قرارداد منظور كړو۔ سينيټرې شيري رحمن ووئيل اپوزيشن څخه غواړي چې د ترهګرو په ضد دې اپرېشن ونه شي؟ زه نه پوهېږم چې آيا په خېبرپښتونخوا كښې امن راوستل نه دي پكار ؟ دې ووئيل په اپيكس كمېټي كښې د پوځي عملياتو منظوري د ټولو اعلې وزيرانو په موجودګۍ كښې وركرې شوې۔ دې ووئيل په سخت وخت كښې سخت بجټ وړاندې كړے شوے مونږ پرې تنقيد هم كړے ٬ آيا تحريك انصاف د هېواد دښمنه قواٶ ملاتړ كوي؟ دې ووئېل آيا د مذهب په نامه خلقو ته سرعام س??اګ??نې وركول سمې دي؟ دې ووئيل اپوزيشن غواړي چې په پاكستان كښې امن او استحكام نه وي۔ دې ووئيل د دې نه وړاندې په سوات كښې هم دا ډول صورتحال رامخې ته شوے ٶ نو په ھغې شهيدې بينظير بھټو په سوات كښې د پاكستان بېرغ هسك كولو غږ پورته كړے ٶ ۔
سېنېټ سوات او سرګودھا كښې د عام اولس لخوا د مذهب په نامه د وكړو د وژنې په ضد قرارداد منظور كړے شو
स्लॉट मशीन विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی