قاهرہ۔6 اګست(اے پی پی) په مصر كښې د پاكستان سفير ساجد بلال وئيلي دي پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي ٬ هند 5 كاله وړاندې په 5 اګست 2019 په غېر قانوني توګه د خپل تسلط لاندې مقبوضه جمو وكشمير كښې خپلې نسل پرستۍ ته لا پراختيا ور??ړه۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د مصر په پلازمينه قاهر?? كښې د پاكستان په سفارتخان?? كښې د 5 اګست يوم استحصال كشمير په مناسبت سره “کشمیر د هند په ظالمانه قبض?? كښې” سرخط لاندې تابيا شوي يو سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند د خپل آئين آرټیکل 370 او 35A په يو اړخيزه توګه منسوخ كړو۔ سفیر زياته كړه چې هندوستان خپلو ټولو لوظونو ٬ د ملګرو ملتو??و اړوندو قراردادونو ٬ نړيوالو اصولو او كنونشنز څخه سرغړونه كړې۔ په سیمینار كښې د صدر مملکت آصف علی زرداري ، وزیراعظم شهباز شریف او خارجه وزير اسحاق ډار پېغامونه واورولې شول۔ د مقررينو په پېنل كښې مصري دانشوران ٬ د تعليمي ادارو ٬ ميډيا او سول سوسائټي نوموړي شخصيات شامل وو۔ په دستور?? كښې مصري وګرو او په مصر كښې د مېشته پاكستانۍ كميونټي ګڼ شمېر غړو ګډون وكړو۔ مقررینو په خپل خطاب كښې په بې ګناه كشميري وګړو د هند قابضو ځواكونو د ظلمونو غندنه وكړه۔ دوئي غوښتنه وكړه چې نړيواله ور??رولي دې د هند لخوا د كشميري وګړو د بشري حقونو د روانو خلاف ورزو په ضد غږ پورته كړي۔ دوئي د دې خبرې پخلے وكړو چې نړيواله ور??رولي دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادو??و او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو وكشمير شخړې منصفانه او سوله ايز حل باوري كولو كښې خپل كردار ترسره كړي
پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي: سفير ساجد بلال
एमटी ऑनलाइन क्रेडिट मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون