اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګوادر فري زون كښې د سرمايه كارۍ كوونكو كمپنو مسئلو حل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې او هدايت يې كړے چې په هېواد كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په لار كښې پراته ټول خنډان په سمدستي توګه لرې كړئ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي وزيراعظم شهباز شريف دا خبرې په خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په اړه د لوړې پاې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مفتاح اسماعيل٬چوه??ري سالك حسېن٬خاص مرستيالانو طارق فاطمي٬ظفرالدين محمود او اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې وزيراعظم كمېټۍ ته په لسو ورځو كښې دننه د تفصيلي رپورټ او سفارشات د وړاندې كولو هدايت ??كړ??۔وزيراعظم ووئيل د چين سرمايه كار كمپنو ته دې په ترجيحي بنيادونو آس??نې وركړې شي۔د چينائي كاركنانو د ويزې مسئلې دې حل كړی شي۔وزيراعظم ته د توان٬انفراسټركچر٬رېلوے٬پورټ انفراسټركچر او په نورو پروژو كښې د لس اربه ډالرو په سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرونكو كمپنو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول په وړومبي پړاؤ كښې په سمدستي توګه د يو نه تر دوه ارب ډالره د سرمايه كارۍ هيله ده۔د دې نه علاوه دې پروژ?? سره به نه يواځې د روزګار 45 زره نه زياتې موقعې راپیدا شي بلكې د كاروبار آسانيو په اړه به په انډېكس كښې بهتري هم راشي۔وزيراعظم د دې پروژو په اړه د سرمايه كارۍ بورډ٬د منصوبه بندۍ وزارت او د خز??نې وزارت ته په شريكه مرسته د يو جامع پلان جوړولو امر هم ??كړ??۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬په ګوادر فري زون كښې د سرمايه كارۍ كوونكو كمپنو مسئلو حل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې شوه
Jade Blackjack Honest Website
APP01-150822
ISLAMABAD: August 15 – Prime Minister Shehbaz Sharif chairs a meeting on Strengthening Investment in Pakistan. APP
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل