آدیامان(ترکیه)۔17فروری(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د تر??يه د زلزله ځپليو مرسته زمونږ فرض دے ٬ تر??يه په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده ، پاکستان به هم په دې سخت وخت كښې خپل تر?? ورونړا خوئېندو يوازې نه پرېږدي ، تر??يه د پاكستان پخوانې ملګرې او ورور هېواد دے ٬ د ??خن?? موسم لپاره به پاكستان څخه د اعلی معيار خېمې په سمدستي توګه تر??يه ته لېږلې شي٬ تر?? اولس به د صدر رجب طيب ايردوان په مشرۍ كښې د پاك پروردګار په مرسته دې بحراني صورتحال څخه ډېر زر بهر شي ٬ تر?? سره به په ګډه په دې ستونزو قابو ومومو۔ د جمعې په ورځ شهباز شريف انقره څخه آديان ته ورسېد۔ وزیرِاعظم ته د آدیامان په هوائي مېدان د تر??يه د تجارت وزير مهمت موش، د م??اصلاتو او انفراسټركچر وزير عادل اسماعيل اولو ٬ د آديامان ګورنر مهمت چوهادار ٬ په تر?? پارليمنټ كښې د تر??يه پاكستان فرېنډشپ ګروپ صدر علي شاهين او تر?? سفارتي چارواكو هركلې ووې۔ وزیرِاعظم زلزله ځپليو لپاره پاكستان څخه لېږلې شوې سامان تر??ه چارواكو ته وسپارلو۔ د پاك فضائيې خصوصي الوتكه د مرستې سامان اوړولو سره آديامان ته رسېدلې وه۔ آدیامان په تر??يه كښې د زلزلې د لاسه تر ټولو زياتې ځپلے شوے ښار دے۔ وزیر اعظم په آديامان كښې په رېسكيو عملياتو كښې برخه اخستونكو پاكستاني رېسكيو ډلو سره ملاقات هم وكړو او د زلزله ځپليو رېسكيو كولو له يۍ ددوئي د خوارۍ او هڅو ستائنه وكړه۔ دغسې وزيراعظم د پاك پوځ او د رېسكيو 1122 اهلكارو د مرستې كارروايۍ هم وستائلې۔ وزيراعظم په دې مهال زلزله ځپليو څخه د دوئي د م??نه والو په جدا كېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ځپليو سره خپلو خبرو كښې ووئيل زه د پاكستاني اولس او حكومت لخوا خپلو تر?? وروڼو او خوئېندو سره په دې سخت وخت كښې د يو والي څرګندونې كولو له راغلې يم۔ پاكستان به په دې سخت وخت كښې خپل تر?? ورونړا خوئېندې كله هم يوازې نه پرېږدي۔ تر??يه د پاكستان پخوانې ملګرې او ورور اسلامي هېواد دے۔ ده ووئيل ??ه پاكستان كښې د اوسني سېلاب څخه وروستو تر?? اولنۍ مېرمنې امينه طيب اردوان ځپليو لپاره پخپله فنډ رېزنګ وكړو۔ مونږ پاكستان سره په دغه مهال د تر??يه د مرستې جذبه كله هېرولې نه شؤ۔ تر?? مشرتابه ٬ حكومت او د تاجرانو په شمول هرې طبقې د پاكستان د سېلاب ځپليو مرسته وكړه۔ دغسې تر?? صدر پخپله يو متحرك كردار ترسره كړو۔ وزيراعظم ووئيل دې څخه وړاندې پاكستان څخه 500 ټنه د مرستې سامان رالېږلې شوې دې په كوم كښې چې خېمې، کمبلې ٬ خوراک او دويانې شاملې دي۔ ده ووئيل د تر?? صدر سره په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې پاكستان به اوس د ??خن?? موسم لپاره خېمې رالېږي۔ وزیراعظم ووئيل زه به نن ماښام پاكستان ته ستنېدو څخه وروستو خېمې جوړونكو سره ملاقات كښې هغوي ته هدايت وكړم چې هغوي دې د ??خن?? معياري خېمې په بېړني بنيادونو تيارې كړي كومې به چې زر تر زره تر??يه ته رالېږلې شي۔ ده ووئيل د اېن ډي اے چيئرمېن ته مې په دې لړ كښې ټاسك هم سپارلے دے۔ ځپليو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل ??اكستانې او تر?? اولس په يو پروردګار ٬ يو رسول او يو قرآن ايمان لرونكي د يو زړه دوه قالبونو په څير دي٬ څنګه چې تر??يه د پاكستان د سېلاب ځپليو مرسته كړې دغسې اوس پاكستان هم د تر??يه مرستې له متحرك دے۔ وزيراعظم هيله ولرله چې تر?? اولس به ډېر زر دې سخت حالت څخه بهر شي۔ وزيراعظم ووئيل زه نړيوالې ورورلۍ ٬ ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او نورو نړيوالو فورمونو څخه غوښتنه كوم چې هغوي دې د تر??يه زلزله ځپليو مرستې له راوړاندې شي ، دا وخت د سياست يا د ذاتي ګټو نه دې بلكې د ځپليو د بقا سوال دے۔ ده ووئيل باور لرؤ چې تر??يه به ډېر زر دې سخت صورتحال څخه بهر شي۔ ده ووئيل زه به د او آئي سي سېكتر ته په دې اړه د او آئي سي د غونډې رابللو وړاندېز هم وركړم۔ ده ووئيل دا وخت دې چې مونږ يو موټې كېدوم سره د تر??يه مرسته وكړؤ۔ ده وئيل ??اكستانې او تر?? اولس د يو بل په ژبه نه پوهېږي بياهم د يو بل تكليف محسوسوي۔ په دې موقعه سېلاب ځپليو د پاكستان زنده بار نعرې پورته كری۔ ځپليو دوئي سره د يو والي په څرګندونه كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔
د تركيه د زلزله ځپليو مرسته زمونږ فرض دے٬ پاكستان به په دې سخت وخت كښې خپل ترك ورونړا خوېندې يوازې نه پرېږدي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Download Oriental Prosperity APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ