اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف په ضد د ممنوعه فنډنګ پريكړه اورلې شوي چې له ??خې ئې تحريك انصاف ته د امريكې ?? كاناډا او ووټن كركټ څخه ترلاسه فنډنګ ممنوعه ګرځولے شو?? ٬ په دې تحريك انصاف ته د شوكاز نوټس جاري كولو پريكړه كولو سره اړوندو چارواكو ته وئيلي شوي چې د قانون له ??خې كارروائي پيل كړي ٬ دا كيس وفاقي حكومت ته ليږلے كيدے شي۔د نهې په ورځ د چيف اليكشن كمشنرسكندر سلطان راجه په مشرۍ كښې درې كسيز بنچ په 70 پاڼو مشتمله پريكړه اوروللې ده۔د پريكړې له ??خې د تحريك انصاف چيئرمېن د اړخه 2008 نه تر 2013 د 5 كلونو په مهال چې كوم ځواب جمع كړے شو?? هغه د فارم ون سټيټ بنك پاكستان د سټيټمنټ سره مطابقت نه لري او د دې نسبت غير مستند دے ،تحريك انصاف 34 غير ملكي كمپنيو څخه فنډنګ ترلاسه كړے۔ د تحريك انصاف 13 نامعلوم اكاونټس را??خې ته شوي د كومو چې هغوي ريكارډ نه دے وركړے۔پريكړه كښې وئيلي شوي د تحريك انصاف چيئرمېن اكاؤنټس پټ ساتلي ،اكاؤنټس پټ ساتل د آئين خلاف ورزي ده۔پي ټي آئي د ووټن كركټ لميټډ څخه ممنوعه فنډنګ ترلاسه كړے۔پي ټي آئي د متحده عرب امارات كمپني برسټل انجينئرنګ څخه ممنوعه فنډنګ ترلاسه كړے۔د سويټزرلينډ اي پلينټ ټرسټيز كمپني او د برتانيې اېس اېس ??اركيټنګ كمپني څخه ممنوعه فنډنګ ترلاسه شو??۔د پي ټي آئي يو اېس اے ايل ايل سي څخه ترلاسه شو?? فنډنګ هم ممنوعه ثابت شو??۔ اليكشن كميشن د پريكړې له ??خې روميتا سيټھي څخه ترلاسه شو?? فنډنګ هم غير قانوني ګرځولے ٬ پي ټي آئي چې د كوم اكاونټس څخه لاتعلقي ظاهر كړې هغه د پي ټي آئي سينئر قيادت پرانستلې وؤ ،كمېشن351 غيرملكي كمپنيو څخه ترلاسه شو?? فنډنګ هم غير قانوني ګرځولے۔پريكړه كښې وئيلي شوي چې ترلاسه ريكارډ او د شواهدو په بنياد ممنوعه فنډنګ ثابت شو??۔ د كمېشن پريكړې په رڼا كښې د قانون له ??خې كومه هم كارروائي پيل كيدې شي۔د پي ټي آئي ترلاسه كړي ممنوعه فنډنګ تفصيل له ??خې پي ټي آئي د كےمين آئي لينډ رجسټرډ ووټن كركټ كلب څخه 21 لكهه 21 زره 500 امريكائي ډالره ترلاسه كړي ۔ووټن كركټ كلب د ابراج ګروپ مالك عارف نقوي ملكيت دے ۔پي ټي آئي د متحده عرب امارات برسټل انجنئيرنګ څخه 49 زره 965 امريكائي ډالره فنډز هم ترلاسه كړے۔سوئټزرلينډ څخه تع??ق لرونكې اي پلينټ او برتانيې كمپني اېس اېس ??اركيټنګ څخه 10 لكهه يو زر 741 ډالره ترلاسه كړے شوي ۔پاكستان تحريك انصاف د امريكې د لارې 2 ايل ايل سي كمپنيو څخه 25 لكهه 25 زره 500 ډالره پي ټي آئي پاكستان ته منتقل كړي ۔ پي ټي آئي ته د كاناډا كارپوريشن څخه 2 لكهه 79 زره 822 ډالره فنډز منتقل شو??۔ دغسې پي ټي آئي ته د يو پبلك لميټډ كمپني څخه 7 لكهه 92 زره 265 د برتانيې پاؤنډز منتقل شوي ۔پي ټي آئي كاناډا كارپوريشن څخه 35 لكهه 81 زره 186 د پاكستانو روپو عطيات هم ترلاسه كړي۔پي ټي آئي د آسټريليا كمپني ډنپيك پرائيوټ لميټډ ، انور برادرز، زين كاټن او ينګ سپورټس څخه هم فنډنګ ترلاسه كړے دے ۔
اليكشن كمېشن د تحريك انصاف امريكې ، كاناډا او ووټن كركټ څخه ترلاسه فنډنګ ممنوعه كرځولے ، د شوكاز نوټس جاري كولو پريكړه
Great Casino Roulette Integrity Website
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria