اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د زده كړو ودې نه عېر پرمختګ ممكن نه دے ، طالبعلمانو لپاره د زده كړو آسانۍ برابرول د حكومت ذمه واري ده ٬ ګاونډي ه??وا??ونو په پرمختګ كښې مونږ ډېر وروستو پرېښودلې يؤ٬ مونږ له به خپل له لاسه تلې مقام ترلاسه كول وي٬ آئي اېم اېف څخه د قرضې ترلاسه كېدل لمحه فخريه نه بلكې لمحه فكريه ده ٬ چين او سعودي عربستان په سخت وخت كښې مونږ له لاس راكړے دے ، متحدہ عرب امارات څخه ??ه يو ارب ډالر په يو دوه ورځې كښې راورسي٬ سياستوال ٬ ججان ٬ جرنېلان ٬ډاكټر او د نورو څانګو سره تعلق لرونكي پوهان دې د ه??وا?? تقدير بدلولو ??ه راوړاندے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ پاکستان ایجوکیشن انډوومنټ فنډ او قومی نصاب كښې د اصلاحاتو پېل كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ٬ د وزير اعظم د ځوانانو چارو خاص مرستياله شزه فاطمه ٬ د ايجوكېشن سېكتر وسيم اجمل او ګڼ شمېره زده كوؤنكي موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل مالپاره دا د لويې خوشحالۍ ورځ ده ٬ هغه څانګه د كومې د لارې چې نړۍ پرمختګ كړې هغې لپاره دلته موجود يؤ۔ كال 2008 كښې مونږ پنجاب څخه دا سفر پېل كړے وو۔ ده ووئيل د ډاكټر امجد ثاقب په مشوره مو په 2008 كښې انډوومنټ فنډ جوړ كړے وو۔ هغه مهال دې لپاره 2 اربه روپۍ بېلې كړې شوې وې او دغې څخه 4 لكه نه زياتو ذهينو زده كوؤنك?? هلكانو او انجونو ته تعليمي وظيفې وركړې دي۔ كومو چې وروستو بېلو څانګو كښې د ميډيكل او انجينئرنګ په شمول نورو مهمو برخو كښې خذمات ترسره كړل۔ ده ووئيل د روان كال په مهال انډوومنټ فنډ لپاره 14 اربه روپۍ بېلولې شي۔ مونږ پرېكړه كړې ده چې د روان كال په مهال به 3 اربه روپۍ بې وزله طالبعلمانو ته وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې په راروانو 10 كلونو كښې دا رقم 14 څخه 40 اربه ته ورسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په ه??وا?? كښې داسې د لكھونو په شمېر انجونې شته كومې چې وسائل نه لري خو ډاكټر ٬ انجينئر جوړېدو سره د ه??وا?? د نامې روښانه كولو عزم لري۔ ده ووئيل زده كړو او فني زده كړو ته به زيات پام ګرځول وي۔ په انفارمیشن اېنډ ټېکنالوجی، آرټیفشل ټېکنالوجی ، زراعت ، میډیکل سائنس او نورو څانګو كښې د وړاندې تللو زيات ګنجائش شته۔ ده ووئيل وخت راغلې چې زده كړو ته زيات پام وګرځولې شي۔ ده ووئيل د حكومت موده به د اګست په 14 مه نېټه بشپړه شي٬ دې څخه وروستو به په اكتوبر يا نومبر كښې ټول ټاكنې وكړې شي۔ الېكشن كمېشن به د دې اعلان كوي خو زده كړې بايد د راروان حكومت هم ترجيح پاتې شي۔ وزیراعظم ووئيل د آئي اېم اېف بورډ غونډه نن كېږي او هيله ده چې په دې كښې زمونږ د قرضې منظوري وركړې شي خو دا لمحه فكريه ده لمحه فخريه نه۔ سياستوال ٬ ججان ٬ جرنېلان ٬ ډاكټر او نورو څانګو سره تعلق لرونكي پوهان راوړندې كېدو سره د ه??وا?? تقدير بدلولے شي۔ ده ووئيل ګاونډي ه??وا??ونو مونږ وروستو پرېښودلې يؤ۔ د ټېکسټائل په څانګو كښې د 90 په لسيزه كښی مونږ دوئي څخه وړاندې وو٬ زمونږ روپۍ مضبوطه وه په قامونو سخت وخت راځي خو هغوي يۍ مقابله كوي۔ مونږ به هم د سختو حالاتو مقابله كوؤ او خپل لا لاسه تلې مقام به ترلاسه كړؤ۔ ده ووئيل پاكستان ډيفالټ كېدو څخه بچ كولو ??ه مونږ هر ځايې كښې قرضونه غواړؤ او د آئي اېم اېف منتونه كوؤ٬ دا د ژوند كولو ??ومه لاره نه ده۔ ده ووئيل د پرمختګ يوازينۍ لاره زده كړې دي۔ ده ووئيل چین د پاكستان بهترین ملګرے ه??وا?? دے كوم چې په سخت وخت كښې پاكستان ته د درې مياشتو په موده كښې 5 اربه ډالر وركړل۔ په 2 اربه ډالرو راكولو د سعودي عربستان هم مننه كوؤ۔ متحده عرب امارات څخه ??ه يو ارب ډالر په يو دوه ورځو كښې راورسي۔ وزيراعظم ووئيل پاك پرورګار پاكستان ته بلها وسائل وركړې دي۔ مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور و?? پاكستان يو ستر ه??وا?? جوړؤ۔ ده ووئيل پاكستانې قوم به ډېر زر په نړۍ كښې د يو پرمختګ كړي قام په توګه رامخې ته شي۔
طالبعلمانو لپاره د زده كړو آسانۍ برابرول د حكومت ذمه واري ده ٬ آئي اېم اېف څخه د قرضې ترلاسه كېدل لمحه فخريه نه لمحه فكريه ده ٬ له لاسه تلې مقام به ترلاسه كوؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ