اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د وزير اعظم د سياسي چارو خاص سلاحكار ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي داسې معلومېږي چې د مسلم ليګ (ن) لارښود احسن اقبال نن هم دا خوښي لري چې د ھغه په فون عدالتي پرېكړې وشي خو اوس به دوي له د لوټ مار حساب وركول وي۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل اوس به هېچا ته اېن آر او نه ترلاسه كېږي۔ ډاکټر شهباز ګل ووئيل وزيراعظم عمران خان خو د اولس خدمت لپاره په مېدان كښې ولاړ دے لكه ستاسو غوندې پټ شوے نه دے۔ ده ووئيل نېب د ھغه لپاره ځكه نن ښه نه دے چې ھغوي د ھغه د اعمالو حساب غوښتے دے، دا تاسو ته ھغه وخت ولې ياد نه وٶ كله چې تا او ستا ورور د كجهورو يوه يوه اونه په پنجاب حكومت په يو يو لك خرڅولې٬اوس د خپلو اعمالو ځواب وركړے
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری