اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي 21مه پېړۍ د علمي بدلون پېړۍ ده٬د نړۍ معيشت٬آسيا او چين سره تړلې دے٬د سي پیك د لارې به معاشي او علمي بدلون راشي٬حكومت د تعليم او د صنعت ترمينځه رابطو قائمولو له د معياري تحقيق او پرمختګ په اصولو كار كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پروفيسر جسټس يفولن او د تعليمي ادارو او مېډيا نمائندګا??و سره خپلو خبرو كښې وكړه۔وفاقي وز??ر وو??يل څلور كاله وړاندې پاكستان د عراق او افغانستان نه زيات خطرناك هېواد ګرځولې شوې ؤ٬كوم غېر ملكي پاكستان كښې د يو ډالر سرمايه كارۍ كولو له چمتو نه ؤه ولې سي پېك نه وروستو پاكستان كښې حالات ښه شوي او نړۍ مونږ د سرمايه كارۍ غوره او تر ټولو محفوظه منزل ګرځوي۔احسن اقبال وو??يل د پاكستان او چين ترمينځه د صنعتي مرستې په نتيجه كښې به ځايې صنعت ته وده او پائيداوري صلاحيت زيات شي۔د پاك چين صنعتي مرستې سره به پاكستان سيمه كښې پیداواري مركز جوړ شي٬ ده ووئېل سي پېك منصوبه د دواړو هېوادونو د اولسونو د شريكې خوشحالۍ پروژه ده۔په نړ??وال اقتصادي پرمختګ كښې د آسيا كردار په تاريخي توګه مهم پاتې شوې٬ولې د څو لسيزو نه په نړ??وال معيشت كښې د دې كردار د يورپ او امريكا په مقابله كښې زيات ښه نه دې۔د سي پېك نه پس آسيا يو وارې بيا په نړ??واله نظرنامه كښې د صنعتي٬تجارتي او اقتصادي پرمختګ مهور جوړ شوې رامخې ته شوې۔۔په دې موقع پروفيسر جسټن وو??يل پاكستان كښې د معاشي څوكالۍ او د بې وسۍ ختمولو زرينې موقعې شته۔ده وو??يل د كركيلې او قدرتي وسيلو سره سره پاكستان بايد پرله پسې صنعتي پرمختګ ته پام وكړي۔ په دې مهال د چين سفير دستورې ته وو??يل سي پېك د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا علامت پروژه ده
21مه پېړۍ د علمي بدلون پېړۍ ده٬د نړۍ معيشت٬آسيا او چين سره تړلې دے٬د سي پیك د لارې به معاشي او علمي بدلون رامخې ته شي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ