اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير ??سحاق ډار وئيلي دي حكومت تېرو دريو كلونو په ??ها?? د اقتصادي اصلاحات په پروګرام په كاميابۍ سره عملدرآمد كړې او دا پروګرام به روان ساتلې شي۔ده پينځه كلنه ميكرو اكنامك فريم ورك د جاج اخستو غونډې ته خطاب كولو۔ده د مينځنۍ مودې مالياتي پالېسي په بدل شوي فيسكل رسپانسبليټي اينډ ډېټ لمېټېشن ايكټ كښې د وركړې شوو اهدافو سره د همغږۍ سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل حكومت د ميكرو اكنامك مهمو اشارو ښه كولو ته پام لرنه كوي۔ده اېف آر ډي اېل ايكټ كښې د اوسني بدلون په اهميت زور راوړو كوم چې د وفاقي حكومت خسارې محدودولو په حقله دے??د دې ترمخه خساره 18-2017 كښې د جي ډي پي تر 4 فيصده كمولو نه پس 3.5 فيصده ساتل دي دغسې د قرض كچه په 15 كلونو كښې د جي ډي پي تر 50 فيصده راوستل دي۔د خزانې وزير ووئيل دا فريم ورك د بجټ جوړولو٬د سرمايه كارو انتظام او د اقتصادي نمو پالېسۍ پريكړو له بنياد وركوي۔ د خزانې سېكتر غونډه د ميكرو فيسكل نه خبر كړه۔ غونډه كښې د خزانې وزارت چارواكو هم ګډون كولو
حكومت په تېرو دريو كلونو كښې د اقتصادي اصلاحات په پروګرام عملدرآمد كړې
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔