لاهور 26 فروري (اے پي پي)د پاکستان مسلم ليګ (ن) چيف آرګنائزر او د نواز شريف لور مريم نواز شريف د 220 وووټونو په ترلاسه كولو د پن??اب وزيراعلٰې وټاكلې شوه ٬ مريم نواز شريف به د هېواد په تاريخ كښې د پن??اب وړومبنۍ اعليٰ وزيره وي۔ د ګل په ورځ پن??اب اسمبلۍ كښې اپوزيشن سني اتحاد کونسل د وزير اعليٰ د ټاكلو په عمل كښې برخه وانغستله ٬د پن??اب اسمبلۍ سپي??ر ملك احمد خان نتيجه اعلانولو كښې ووئيل مريم نواز 220 ووټونه اغستې دي او د دې په مقابل كښې آفتاب احمد خان يو ووټ نه دې اغستے۔ د دې نه وړاندې د پن??اب وزيراعلي انتخاب لپ??ره د اسمبلۍ غونډه د سپي??ر ملك احمد خان په مشرۍ كښې پېل شوه ٬ په دې موقع د پن??اب اسمبلۍ قائد ايوان انتخاب لپ??ره د دوو اميدوارانو د مسلم ليګ (ن) مريم نواز شريف او د سني اتحاد کونسل رانا آفتاب مقابله وه۔ په دې موقع غونډه كښې د چغو سورو په مهال د سني اتحاد کونسل غړو رانا آفتاب ته د خبرې كولو په اجازه نه ترلاسه كېدو د ايوان څخه واك آٶټ وكړو۔ په دې موقع مريم نواز ووئيل ګټه بېلات د سياست برخه ده ٬ دوي له واك آٶټ نه ؤ پكار ٬ ټول به په شريكه مخ په وړاندې ځوو ٬ ګټه بېلات د جمهوريت ښكلا ده٬ دې ووئېل اپوزيشن دې راوبللے شي او د دوي ته د خبرې موقع وركړې شي ٬ په دې موقع د رولنګ په مهال سپيکر ووئيل مريم نواز د خېر سګالي پېغام وركړے٬ دا د ستائنې وړ اقدام دے٬ د ھغې رويه مثبت او د جمهوري رواياتو له مخې ده٬ ده ووئېل د آئين آرتيکل 130 نن د خبرو اجازه نه وركوي ځكه چې نننۍ اېجنډا يو??ځې د قائد ايوان ټاكنه ده٬ دغس ېسپيكر د سني اتحاد كونسل غړو بېرته ايوان ته راوستلو لپ??ره كمېټي جوړه كړه او په دې د سني اتحاد كونسل غړو بائيکاټ ختم کړو٬ ۔ په دې موقع سپيكر ووئيل په آئين د عمل كولو مې سوګند ??ورته كړے ٬ دغسې د ټاكنې باقاعده پراسېس پېل كړے شو۔ د ووټنګ په بشپړېدو سپيكر ووئيل مريم نواز 220 ووټونه ترلاسه كړي او بل كانديد آفتاب احمد خان يو ووټ نه دې اغستے٬ په دې مهال سپيكر مريم نواز له مباركي وركړه او د اېجنډې په بشپړېدو سپيكر غونډه تر نامعلومې مودې وځنډوله۔
مريم نواز شريف د 220 ووټونو په ترلاسه كولو د پنجاب اعلې وزيره وټاكلې شوه
Golden Pig Video Game Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری