اسلام آ??اد۔3جون(اے پی پی) د پاكستاني حكومت د قانوني چارو وياند بېرسټر عقيل ملك وئيلي دي چې حكومت به د قومي سلامتيا معاملې كومه سودا نه ??وي٬ د سائفر كېس تفصيلي پرېكړې راتلو څخه وروستو به ??راسیکیوشن د چېلنج كولو پرېكړه كوي۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل د سائفر کېس حقیقی صورتحال اولس ته وړاندې كولو ته اړتيا ده ولې چې په دې اړه لويه پرېكړه راتلل پاتې دي٬ سائفر يو داسې حقيقت دے كوم چې رد كېدې نه شي۔ اولس ته دھوكه وركولو له په اولسي غونډه كښې سائفر پورته كړې شو۔ د پي ټي آئي مؤسس د قامي سلامتيا دستاوېز په اولسي غونډه كښی ورپولو٬ د وزيراعظم پخواني پرنسپل سېکرټری اعظم خان د سائفر بې دركه شوې كاپي تسليم كړه۔ ده ووئيل كوم هم هېواد د قامي سلامتيا په اړه كوم هم سياستمدار ته د داسې كولو اجازه نه ??ركوي ولې چې سلامتيا تر ټولو وړاندې ده۔ د بشپړه پرېكړې راتللو څخه وروستو به ??راسېكيوشن د پرېكړې چېلنج كولو پرېكړه كوي۔ ده ووئيل معزز عدالتونو بايد د قومي سلامتيا اړخ نظر انداز كړے نه ??ے او سائفر كېس يۍ بايد ري ټرائل پلو لېږلې وې٬ دواړو تورنو ته سزا د چا په اشاره شوې نه ??ه۔ ده ووئيل پاك پوځ او حكومت به ??ه هر قيمت د قومي سلامتيا تحفظ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پراسیکیوشن به د عدالت د دې پرېكړې څخه وروستو اپيل ته د تللو يا نه تللو پرېكړه كوي۔ ده ووئيل دا يو ښكاره كېس وو٬ عدالتونه بايد د قامي سلامتيا ادراك وكړي۔ حكومت د عدالتونو پرېكړې مني ٬ مونږ په چا ټكونه ??ړې نه دي ٬ يوه مخصوص ډله په عدليه ټكونه ??وي
د قومي سلامتيا د معاملې به كومه سودا كولې نه شي٬ بيرسټر عقيل ملك
South Australia online reputable entertainment platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں