اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) د مواصلات ٬ نجكارۍ او سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير عبد العليم خان په مشرۍ كښې د اېن ??ېچ اے د لوړې كچې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي تر دې دمه د كاركردګۍ جاج اغستلو سره په روانو او د سباؤن په منصوبو غور وكړے شو۔ په غونډه كښې په معاشي ٬ كاروباري فعاليتونو او بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې د اېن ??ېچ اے په كردار په خاص توګه بحث وكړے شو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير عبد العليم خان ووئيل په پاكستان كښې كاروباري او معاشي فعاليتونو ته ودې وركولو له روډ نېټ ورك د ملا د تير حېثيت لري٬ د پاكستان موجوده روډ نېټ ورك سرمايه كارۍ لپاره د مهمو سيمو ترمينځه تړون آسانوي٬ د روډ ورك لا بهترۍ سره معاشي او كاروباري فعاليتونو ته لا وده و??كړ?? كېدې شي٬ روډ نېټ ورك كښې بهترۍ سره به بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د معاشی او كاروباري اهميت لرونكو سترو لارو جوړولو او بهترۍ ته دې خاص پاملرنه وكړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل حېدرآباد څخه تر سکھر موټروے اېم 6 او کراچۍ څخه تر حېدرآباد اېم 9 د پبلک پرائیوېټ پارټنرشپ د لارې جوړېدې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل مانسهره څخه تر كاغان ٬ ناران روډ به جوړولې شي۔ ده ووئيل اېن ??ېچ خپله كاركردګي ښه كولو سره د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي٬ د اېن ??ېچ اے په ريونيو كښې اضافې سره به د هېواد په خزانه بار كم شي۔ ده ووئيل اېن ??ېچ اے د نورو هېوادونو په تعميراتي ??عاليتونو كښې برخه اغستو سره خپله ريونيو زياتولې شي۔ ده ووئيل په نورو هېوادونو كښې تعميراتي ??عاليتونو كښې برخه اخستلو له دې اېن ??ېچ اے قانوني لارې ولټوي
د وفاقي وزير عبد العليم خان په مشرۍ كښې د اين ايچ اے غونډه
जीली इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीय मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال