اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ګېس سېس واجباتو په نه تر لاسه كېدو د اندېښنې څرګندونه كولو سره د ګېس انفراسټرکچر ډويلپمنټ سېس (جي آئي ډي سي) په مد كښې نادهندګانو څخه د يوې يوې روپۍ وصولو د حكومت د عزم پخلے كړے۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د خزانې وزارت كښې د ګاز انفراسټرکچر ډويلپمنټ سېس (جي آئي ډي سي) پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په دې موقع د خزانې وزير ??ملكت ډاکټر عائشه غوث پاشا، د پټروليم وزير ??ملكت مصدق مسعود ملك، د خزانې لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د خزانې سېكرټري، ډپټي اټارني جنرل، د او جي ډي سي اېل اېم ډي، د اېس اېن جي پي اېل، اېس اي?? ج?? سي اېل، پي پي اېل نمائندګانو او د فنانس او پټروليم ډويژن لوړ پورو ګډون كولو۔ غونډه د بېلا بېلو ادارو لخوا د سېس وصولۍ رقم ن?? خبر كړې شو?? او په دې لړ كښې د جي آئي ډي سي ايکټس او د سپريم کورټ په امر د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ غونډې ته ووئيل شو?? 447 اربه روپۍ اوس هم واجب الادا دي او د ھغې د وصولۍ ضرورت دے۔ په غونډه كښې د عدالت د پرېكړو او د حکم امتناعي هم جاج واخستلے شو۔
د خزانې وزير اسحاق ډار د ګېس سېس واجباتو په نه تر لاسه اندېښنه څرګنده كړه
Circus happy APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن