اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د خزانې وزير شوكت ترين په سندھ كښې د پيو په بيعه كښې استحكام او د قامي غذائي تحفظ وزارت ته د غنمو د راتلونكي وخت ضرورت لپاره د پلان جوړولو سپارښتنه كړې۔ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام٬د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د خزانې وزارت اقتصادي صلاحكار د غونډې ګډون كوونكو ته د بيعو په اړه بريفنګ وركړو۔غونډې ته ووئيل شول په پاكستان كښې د ورځني استعمال څيزونو بيعې په منطقه كښې تر ټولو كمې دي۔د خزانې وزير د ضرورت د څيزونو بيعې په قابو كښې ساتلو لپاره د هڅو او اقداماتو هم امر وكړو
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم