اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي په هند زور راوړے چې هند دې د دواړو هېوادونو څوكالۍ په خاطر د پاكستان په ضد خپله كړې رويه پرېږدي٬د هر سازش نه پس به پاكستان د وړاندې څخه لا قوي رامخې ته كېږي٬كه هند د خپلو ګاونډيانو سره د شخړو هوارولو په ځاے تاؤ تريخوالےبرقرار وساتو نو د غريبۍ او پسما??دګ?? غوندې ځينې چېلنجونو سره مخ كېدے شي۔كه هند دا ګڼي چې په پاكستان به فشار راوړي نو دا د هغوي غلط فهمي ده٬په كش??ير زمونږ موقف بدلېدے نه شي٬پاكستان به تر هغه وخت د هند سره خبرې اترې نه كوي تر څو چې د مقبوضه كش??ير خصوصي حېثيت بحال شوے نه وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كش??ير د استحصال ورځې په موقع د آزاد كش??ير په مظفرآباد ښار كښې د كډولو كېمپ ټهوټه كښې كډوالو ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د آزاد جمو كش??ير صدر سردار مسعود خان٬د آزاد كش??ير وزيراعظم سردار عبدالقيوم خان نيازي٬وفاقي وزيرې فهميده مرزا ??و د كش??ير د پارليماني چارو سېكرترې صوبيه كمال هم خطاب وكړو دغسې د قامي اسمبلۍ په غړو كښې ډاكټر نوشين٬رخسانه نويد٬ظل هما٬د آزاد كش??ير چيف سېكرټري او نور هم موجود وو۔صدر ډاكټر عارف علوي و??ئيل د پاكستا??ي اولس زړونه د كش??يريانو لپاره درزېږي٬تر څو چې كش??ير آزاد شوے نه وي مونږ به په قلاره سره نه كېښنو۔د كش??يريانو هلې ځلې ترهه ګري نه بلكې د آزادۍ ترلاسه كولو هلې ځلې دي۔ملګري ملتونه هم د غاصب او ظالم په ضد د آزادۍ تحريكونو اجازه وركوي۔ ده ووئېل پاكستان هڅه كوي چې د امن د لارې د كش??ير مسئله حل شي دغسې هند د جنګ هڅې كوي خو هغوي له خبردارے وركوو چې داسې سوچ هم ونه كړي۔د بالاكوټ پېښه ټولو ته ياده ده۔ده ووئيل هند خپل تاريخ ختمولو له په درغو اډانه تاريخ ليكل غواړي خو تاريخ چرې هم ختمېږي نه۔دا د هند غلط فهمي ده چې كش??يريان به كمزورې شي۔د آزادۍ جذبه په زړونو كښې وي او دا جذبه تر پيړيو ختمېدې نه شي
هند دې د دواړو هېوادونو څوكالۍ په خاطر د پاكستان په ضد خپله كړې رويه پرېږدي۔د صدر ملكت ډاكټر عارف علوي د كشمير استحصال ورځې په موقع د مظفرآباد كډوالو كېمپ ټهوټه كښې كډوالو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania