اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د شهباز شريف او بلاول رائې له مخې كه الېكشن كمېشن او نېب كښې اصلاحات دغه ادارې په خپله كوي نو هغوي پوهه شه او د هغوي كار ٬ نو بيا خو پارليمان د ادارو په اصلاحاتو كښې هېڅ كردار نه لري۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وزيراعظم د داخله چارو صلاحكار شهزاد اكبر ټويټ حواله وركولو سره ووئيل شهزاد اكبر يو زيرك وړاندېز وركړے چې كه انتخابي اصلاحات الېكشن كمېشن له كول دي او پارليمان په دې اړه كوم كردار نه لري نو بيا د نېب په قانون كښې اصلاحاب به نېب له كول وي٬ نېب پوهه شه او د دغې ادارې كار ولې چې د شهباز شريف او بلاول رائې له مخې پارليمان د ادارو په اصلاحاتو كښې كم كردار نه لري۔ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن په خپل ټويټ كښې د نجي ټي وي چېنل يو پروګرام هم حواله وركړه په كوم كښې چې هغه د نون ليګ احسن اقبال د دليل د لارې پوهولو هڅه كوي چې هغه دې د اي ووټنګ مشين مخالفت نه ځكه وروسته شي چې د عمران خان په حكومت كښې په دې كار شوے۔ د آرټی اېس سسټم ناكامه كېدو خبرې كوؤنكي بايد په دې خبره پوهه شي چې اي ووټنګ مشين انټرنېټ سره تړون نه لري۔
د شهباز شريف او بلاول رائې له مخې پارليمان د ادارو په اصلاحاتو كښې كوم كردار نه لري۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ټويټ
مضمون کا ماخذ : loteria estadual