اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي د مئي ورځ مونږ ته د خواري كښې طبقې خذمات ته د پیرزوئنو وړاندې كولو يوه موقع راكوي څوك چې د هېواد په پرمختګ ګښې مهم كردار ترسره كوي٬د ظلم٬استحصال او د ناانصافۍ په ضد شكاګو كښې په حق رسېدليو خواري كښو هلو ځلو يادګېرنې سره مونږ د خواري كښې طبقې د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې په مهم كردار هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مزدور ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه كومه به چې نن د اتوار په ورځ لمانځلې شي۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل خواري كښ طبقه د كوم هم هېواد په پرمختګ او څوكالۍ كښې مركزي كردار ترسره كوي۔لحاظه په مونږ لازم ده چې د هغوي ښېګړی له د خذمات معاوضه په وخت وركړه باوري كړو۔ده ووئيل د ټولې نړۍ مهذبو ټولنو د خواري كښې طبقې ښېګړی لپاره قانون سازي كړې۔ده ووئيل اوسنے جمهوري حكومت د خواري كښو پرمختګ او څوكالۍ لپاره پالېسۍ جوړوي ۔ده ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره حقونه او توازن ته اړتيا ده۔ دغسې د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر زاهد اكرم خان دراني د يوم مئي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې د ټولنې او نړۍ افرادي قوت ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل افرادي قوت د كوم هم هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ده د خواري كښې طبقې د حقونو تحفظ او د هغوي د ژوند معيار ښه كولو له د حكومت د عزم پخلے وكړو۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د مزدور ورځې (لېبر ډے) په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2