اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي كابينې د ټېكسټائل پالېسې منظوري وركړې او په كومه چې عملدرآمد پېل شوے، مېډ ان پاكستان پالېسې ته به وده وركولې شي. د شورو په ورځ خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد ووئيل سټرېټجك ټرېډ پاليسي فرېم ورك د مجموعي اېكسپورټ پاليسي برخه ده كومه چې دوه كاله وړاندې منظوره شوې وه. د پالېسې په پوره موده كښې به په سيمه ايزه كچه د توان مسابقتي شرح په ځائ ساتلې شي، مېډ ان پاكستان پالېسې ته به وده وركولې شي. ده ووئيل په پېداواري صلاحيتونو كښې اضافه، انفراسټركچر او سپلائي چېن ډويلپمنټ ، ماركيټنګ، جعرافيائي تنو او د وېليو اېډډ مصنوعاتو په برآمدات كښې اضافه د پالېسې مهمه برخه ده. ده ووئيل په نړيواله كچه د ټېكسټائل څانګې برآمدات زياتولو پراخه موقعې موجود دي، د تېرو درېو كلونو په مهال د ټېكسټائل په څانګه كښې ځانګړې بهترې راغلې. ده ووئيل تر جون كال 2022م به د ټېكسټائل برآمدات 21 اربه ډالرو ته ورسي. سږ كال د ټېكسټائل په برآمدات كښې د 26 فيصده اضافې امكان دے. د تجارت سلاحكار ووئيل مونږ درست پلو روان يو.
كابينې د ټېكسټائل پالېسې منظوري وركړې په كومه چې عملدرآمد پېل شوے، مېډ ان پاكستان پالېسې ته به وده وركولې شي. د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔