اسلام آباد۔8جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د كورونا د څلورمې چپې اندېښنه ده۔ هند څخه خپرېدونكې وائرس زيات خطرناك دے۔ د اولس د صبر او احتياط نه كولو په صورت كښی يوارې بيا لاك ډاؤن ته تلے شؤ۔ د زيارت په ورځ د كورونا وبا اوسني صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه كولو سره وزيراعظم ووئيل مونږ د كورونا د روان صورتحال جاج اخستے۔ دا مهال منطقه كښې تر ټولو زياته مسئله هند څخه د خپرېدونكي وائرس ده كوم چې بنګله دېش ٬ افغانستان او انډونيشيا خپله ولقه كښې اخستې۔ افغانستان كښې د آكسيجن كمې رامخې ته شوې۔ په انډونيشيا كښې هم دغه حالات دي او خلك د دې وائرس نه مړه كېږي۔ پاك پروردګار په مونږ خصوصي رحم كړے دے۔ انسان چې څومره هم هڅه وكړي كاميابي د پروردګار په لاس كښې ده۔ وزیراعظم ووئيل د نوموړې جريدې اكانومسټ رپورټ له مخې پاكستان د كورونا مخنيوي او د خپل ولس بچ كولو اعتبار سره د نړۍ درېم هېواد دے۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د اېن او سي د كردار ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل ګرده نړۍ كښې خلك په اېس او پيز عمل كولو نه ستړې شوي دي خو د څلورمې چپې نه د بچ كېدو تر ټولو آسانه طريقه ماسك كارول دي۔كه مونږ د رش ځايونو كښې ماسك كاروؤ نو مونږ خپل هېواد او معيشت بچ كولې شؤ۔ وزيراعظم اولس ته خواست وكړو چې هغوي دې د لوئے اختر په موقعه د وړاندې په شان پابندي وكړي او ماسك دې ضروري وكاروي۔ كه اولس احتياط نه كوي نو حكومت به بيا سختو پرېكړو پلو لاړ شي چې ورسره به د هېواد معيشت او سېلګري وځپلې شي۔ وزيراعظم په دې موقعه ښارونو كښې د وېكسينېشن په ضرورت زيات زور راوړلو سره ووئيل د ټولو خلكو
د كورونا د څلورمې چپې اندېښنه ده۔ هند څخه خپرېدونكې وائرس زيات خطرناك دے۔
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada