پېښور 17مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا حكومت د مالي كال 25-2024 كلن پرمختيائي پروګرام مسودې ته حتمي شكل وركړو ٬په دې لړ كښې هره ورځ په 12 ساعته غونډو كولو نه پس اختتامي ناسته د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين خان ګنډا په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د ټولو روانو او مجوزه پروژو تفصيلي جاج واغستلے شو ۔په غونډو كښې د اولس خېرښېګړی په اړه وزيراعلٰی مهمې پريكړې وكړې او په دې د عملدرآمد لپاره ئې ضروري احكامات جاري كړل ۔د غونډې ګډون كوونكو ته وينا كښې وزيراعلٰی ووئيل نوې كلن پرمختيائي پروګرام د كوم سياسي مصلحت په ځاے د اولس په پرمختيائي ګټه اډانه دے ٬كلن پرمختيائي پروګرام كښې داسې د عمل وړ منصوبې شاملوو كومې چې په ټاكلي وخت كښې بشپړې شي۔د نوې پرمختيائي بجټ په اړه د ترجيحات تذكره كښې وزيراعلٰی ووئيل د موجوده توان بحران مخ نيوي لپاره ګرين انرجي انيشيټيوز ته به خاص پام كولې شي٬ټول سركاري دفترونه او تعليمي ادارې به په شمسي توان منتقل كولو لپاره اقدامات كولې شي او په توان كښې به د خود كفالت لپاره د پن بجلۍ پیدا كولو موقعې په موثره ډول استعمال كښې راوستلو لپاره نوې تګلاره وركولې شي۔دغسې د صوبې په خپل ټرانسمېشن لائن٬ګرډ سټېشن او ټيرف سسټم به كار كولې شي۔وزيراعلٰی ووئيل خلقو ته د روزګار موقعې وركولو لپاره به صنعتونو ته ودې وركولو لپاره اقدامات كولې شي٬ ده ووئېل صنعتكار به صوبې پلو راغب كوو او د صوبې خپله پیدا كونكې بجلۍ به په ارزانه بيعه صنعتونو ته وركولې شي او د سرمايه كارۍ ودې لپاره به ايز آف ډوئنګ بزنس په پالېسۍ عمل كولې شي۔علي امين ګنډا پوره واضحه كړه چې امن او امان٬صحت٬تعليم او فوډ سكيورټي د صوبائي حكومت ترجيحي څانګې ده د كومو پرمختګ لپاره چې جامع او موثر حكمت عملۍ له اقدامات پورته كولې شي۔دغسې وزيراعلٰی ووئيل د امن او امان موجوده صورتحال مخ نيوي لپاره پوليس ته جديد وسله او آلات وركولې شي او د پوليس ځوانانو تحفظ باوري كولو لپاره به اقدامات كولې شي۔وزيراعلی ووئيل په غله كښې خود كفالت هم د حكومت په ترجيحات كښې شامل دے٬په دې لړ كښې د اوبو وسائلو موثر استعمال لپاره د بندونو د جژرولو وړې لوئې پروژې پېل كولې شي او د ايكټر پېداوار زياتوول لپاره زرعي تحقيق او جديد فارمنګ ته به وده وركولې شي۔ ده ووئېل ځوانان روزګار پلو راغب كول او دوي په خپلو پښو اودرولو لپاره اقدامات هم د حكومتي ترجيحات برخه ده۔د ګوډ ګورننس او سپيځلتيا ودې لپاره جمله سركاري چارو كښې د انفارمېشن اينډ كميونيكېشن ټېكنالوجۍ استعمال تبه خاص پام كولې شي۔وزيراعلٰی ووئيل د صوبې په آمدن كښې اضافې لپاره به د سركاري جائيدادونو ښه انتظام او انصرام لپاره ايسټس منيجمنټ نظام معارفي كولې شي او د صوبې قيمتي معدني وسائلو څخه استفاده كولو لپاره منرل ډيوېلپمنټ اينډ منيجمنټ كمپنۍ جوړولې شي۔علي امين ګنډا پور ووئيل د موسمياتي بدلونونو اثرات څخه مخ نيوي لپاره د صوبې ځنګلات كښې اضافه ضروري ده٬صوبائي حكومت د دې مقصد لپاره نه يواځې به شجركارۍ ته وده وركوي بلكې د ځنګلونو تحفظ باوري كولو لپاره به هم سائینټفک منیجمنټ سسټم معارفي كوي۔دغسې صوبه كښې د سېلګرۍ٬كلتور او لوبو هلو ځلو ودې لپاره به كوټلې تګلاره جوړولې شي
د خېبرپښتونخوا حكومت د مالي كال 25-2024 كلن پرمختيائي پروګرام مسودې ته حتمي شكل وركړو٬وړومبے به روانې پرمختيائي پروژې بشپړولې شي
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania