اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سنېټر محمد اسحاق ډار خساره كښې روانو ادارو نجکارۍ كښې پيش رفت لپاره د حكومت د اړخه د عزم پخلي كولو سره د نجکارۍ کمېشن ته د و نجکارۍ عمل تندولو او د دې په لاره كښې ولاړ خنډان لري كولو لپاره د تګلاري وضع کولو سپارښتنه كړې ده۔ده دا خبره د خالي په ورځ د نجکارۍ وفاقي وزير /چيئرمين نجکاري کمېشن عابد حسين سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې كړي۔د خزاني خاص مرستيال طارق باجوه، د ريونيو خاص مرستيال طارق پاشا، د خزاني سيکرټري ،د نجكارۍ سيکرټري او سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې سرکاري ادارو نجکارغ پروګرام جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې اين پي پي اېم سي او نورو ادارو د نجکارۍ عمل كښې په ولاړو خنډانو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خزاني وزير د پي ټي سي ايل نجکارۍ بشپړولو په اړه د مسئلو څخه خبر كړې شو۔د خزاني وزير په خساره كښې روانو ادارو نجکارۍ په اړه د حکومت د عزم څرګندونه وكړه۔
د خزاني وفاقي وزير سنېټر اسحاق ډار په خساره كښې روانو ادارو نجکارۍ عمل كښې ولاړ خنډان لري كولو لپاره د تګلاري وضع کولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج