اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د کشمير رښتنے وكيل او بهادر سفير دے ، د آزاد جمو او کشمير اولس وزيراعظم عمران خان له ووت وركړے، د آزاد جمو او کشمير په ټاكنو كښې اپوزيشن خپل ځان سره پخپله ټګي كړي،اولس د هغوي د كركي وړ تقريروونه نظر انداز کړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل آزاد جمو او کشمير كښې د تاكنو كمپائن په مهال د مسلم ليګ (ن) لارښودو د مودي او آر اېس اېس نامه نه ده اخستي، د حريت لارښودو په هلو ځلو كومه خبره نه ده شوي، مقبوضه جمو او کشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه په روانو ظلمونو هم خبره نه ده شوې ،ځګه د کشمير اولس هغوي مسترد كړي او د ووټ د لاري ئې په پاکستان تحريك انصاف باور كړے ۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي خپلو كښې دويم او دريم پوزشن لپاره په جنګ دي۔ده ووئيل د آزاد جمو او کشمير اولس وزيراعظم عمران خان له ووټ وركړے، وزيراعظم عمران خان د کشمير رښتنے وکيل او بهادر سفير دے۔
وزيراعظم عمران خان د کشمير رښتنے وكيل او بهادر سفير دے، د آزاد جمو او کشمير اولس وزيراعظم عمران خان له ووټ وركړے، د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا