اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د وفاقي حکومت او خېبر پښتونخوا ترمېنځه صوبه كښې د لوډشېډنګ خاتمې٬ د برېښنا واجبات و??كو??و او د لائن لاسز كمي پحقله د خبرو اترو نه پس اتفاق راغلے ٬ ډېر زر به باقاعده لوظنامه وشي٬ د ملاقات نه وروستو د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي ام??ن ګنډا پور، داخله وزير محسن نقوي او د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري ميډيا ته بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په صوبه كښې د لوډشېټنګ پحقله د وزيراعلي او د توان وزير ترمېنځه په داخله وزارت كښې خبرې اترې روانې دي٬ خ??رې اترې په زړه پورې ماحول كښې كېږي٬ دواړه ډلې اولس ته ريليف ????كو?? غواړي٬ ده ووئېل په دې لړ كښې مهم پېشرفت شوے ، اولس ته د ريليف ????كو??و سره سره د بجلۍ واجبات وصولولو او د لائن لاسز كمي په اړه په ټولو اړخونو خبرې اترې شوي۔ په دې موقع علي ام??ن ګنډا پور ووئيل وفاق سره د صوبې د لوډشنډنګ په مسئله خبرې روانې دي ٬ د دې حل لپاره مونږ په ګډه خبرو روانو ساتلو ته اتفاق كړے ٬ ده ووئېل د صوبې د اولس مطالبه وه چې مونږ بجلي پېدا ??وٶ او ټول هېواد ته ئې ور??وٶ ٬ د دې باوجود لوډشېډنګ زيات دے٬ مونږ ته په دې پلېټ فارم باور راكړے شو چې د بجلۍ په مد كښې بقاياجات به ادا كولې شي او په لائن لاسز كښې كمي لپاره به كميونټي بېسډ كمپائن چلولې شي٬ ده ووئېل وفاق سره زمونږ چارې سمې شوي ٬ د وفاق مننه ??وٶ چې دوي د صوبې اولس د امن او امان او معاشي حالاتو احساس ولرو٬ علي ام??ن ګنډا پور ووئيل زما خبره يو كس سره نه بلكې د هېواد داخله وزير او د توان وزير سره شوې ۔ د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري ووئيل د پاكستان اولس او هېواد لپاره خوشبينه خبره ده چې د سياسي مخالفت باوجود د هېواد اتحاد له د خېبرپښتونخوا د بجلۍ په مسئله خبرې شوي٬ په دې موقع د توان وزير او د صوبائي حكومت د خپلو خپلو منصوبو تبادله كړې ۔ ده ووئيل په صوبه كښې چې څومره زر د بجلۍ غلا ختمېدې شي دومره زر به د لوډشېډنګ خاتمه اوشي۔ ده ووئيل هېواد په معاشي توګه مضبوطولو لپاره د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي د اقدام هركلے كوٶ۔
د وفاقي حکومت او خېبر پښتونخوا ترمېنځه صوبه كښې د لوډشېډنګ خاتمې٬ د بجلۍ واجبات او د لائن لاسز كمي پحقله د خبرو اترو نه وروستو اتفاق رامخې ته شو
Wizard of Oz Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil