اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) و??ير??عظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ګرد هېواد څخه د زړه پوري ټيلنټ په نړيواله كچه د پ??کستان نمائندګي يو اعزاز دے٬ حکومت به په هېواد كښې د فټ بال ودې لپاره مكمل مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په دې وروستيو كښې په ناروے كښې د پ??کستان نمائندګي كونكې د غوره کارکردګۍ وړ سټريټ چائلډ فټ بال ډلې سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې کپتان محمد عديل، ټاپ سکورر محمد کاشف، ټيم منېجر سيد محمد اوېس، د مسلم هېنډز ايګزيکټو ډائريکټر سيد جاوېد ګېلاني، ډائريکټر ګلوبل آپريشنز ارسلان نصرت، کميونيکيشن ډائريکټر محمد ريحان طاهرهم موجود وٶ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د انفارميشن ټيکنالوجي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه، د و??ير??عظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د و??ير??عظم کوآرډينيټرز رومينه خورشيد عالم او بدر شهباز سره سره اړوند لوړ پوري هم موجود وو۔ و??ير??عظم ووئيل د پ??کستان سټريټ چائلډ فټ بال ډلې لوبغاړي په ګرده نړۍ كښې د پ??كستان نامه روښانه كوي٬ تاسو د پ??كستان ځالانده ستوري يې٬ ستاسو بهترين کارکردګي د دې خبرې ګواهي وركوي چې د پ??کستان ځوانانو ته كه موقع وركړې شي نو دوي ګردې نړۍ كښې خپل صلا??يت??نه څرګندولې شي۔ ده و??ئيل حكومت به په بشپړه توګه ستاسو مرسته كوي۔ ده و??ئېل پاكستان كښې به د فټ بال ودې لپاره هر ممكنه مرسته كوٶ٬ ډېر زر به پاكستان كښې د فټ بال ترقۍ لپاره د يو جامع پلان نفاذ پېل كوو۔ دغسې و??ير??عظم د مسلم هينډز د پ??کستان سټريټ چائلډ فټ بال ودې لپاره د اقدامات ستائنه و??ړ او٬ لوبغاړو د و??ير??عظم مننه و??ړه٬ و??ير??عظم ته د مسلم هينډز لخوا پاكستان او ګرده نړۍ كښې د سټريټ چائلډ فټ بال لپاره په اقدامات بريفنګ وركړے شو۔ و??ير??عظم اړوندو چارواكو ته په ترجيحي بنيادونو د محكمانه لوبو په بشپړه توګه بحالولو سره د رپورټ وړاندې كولو امر وكړو۔
حکومت به په هېواد كښې د فټ بال ودې لپاره مكمل مرسته كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
लकी रैबिट आधिकारिक मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم