اسلام آباد 13 نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم سېنېټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل لخوا كاپ-29 په موقع باكو كښې”ډيليورنګ ارلي وارننګز فار آل”په سرخط اعلٰی پاې دستوره كښې ګډون وكړو۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې د موسمياتي بدلون لپاره د ملګرو ملتونو فريم ورك كنونشن كاپ-29 باكو آذربائيجان كښې كېږي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير اعلٰی پاې دستورې ته وينا كښې په كال 2022 كښې ارلي وارننګز فار آل اقدام پېل كولو كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل قيادت ستائنه وكړه۔نائب وزيراعظم د ماحولياتي بدلون غېر متوقع او سخت اثراتو څخه د ژوند تحفظ او د كميونټيز تحفظ لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ده د موسمياتي بدلون له امله پېدا شوي خطرو پشمول سېلاب٬وچ كالۍ او زياتې ګرمۍ لپاره ابتدائي خبرتيا نظام په اهميت زور راوړو۔ده د ګرين هاؤس ګيسونو متوقع اخراج كمولو لپاره د پاكستان د مهمو اقداماتو خاكه وړاندې كړه چې پكښې ګرين پاكستان پروجيكټ٬اليكټرك وهيكل پالېسي٬په لويه توګه د مينګروو بحالۍ منصوبه او په لويې ښارونو كښې د بي آر ټي ماس ټرانزټ سسټم شامل دې۔نائب وزيراعظم د پرمختلليو هېوادونو څخه غوښتنه وكړه چې د پرمختګ كونكو هېوادونو اهداف ترلاسه كولو لپاره د رسنې وړ او په ګرانټ اډانه موسمياتي فناسنګ وركولو لپاره د خپلو مالياتي لوظونو احترام وكړي۔
نائب وزيراعظم سېنېټر محمد اسحاق ډار باكو كښې”ډيليورنګ ارلي وارننګز فار آل”په سرخط اعلٰی پاې دستوره كښې ګډون
Devil Wealth Honest Betting Website
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ