اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی)د داخله چارو وفا??ي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د نومبر په 24مه نېټه د بېلاروس د پلاوي او په 25 مه نېټه د بېلاروس د ولسمشر د دورې په تناظر کښې به اسلام آباد په هر ډول محفوظ جوړولے شي ٬ هر هغه تن كوم چې په اسلام آباد کښې د امن وضعې ته زيان رسوي ګرفتارولے به شي٬ دا ځل به په اسلام آباد كښې قانون خپل لاس كښې اخستونكے كوم وګړے بېرته لېږلے نه شي۔ د داخله چارو وفا??ي وزير د پوليس فورس مورال لوړولو لپاره د خالي په ورځ پوليس لائنز ته لاړو۔ په دې موقع وفا??ي وزير په پوليس لائنز كښې خپل ??طا?? كښې ووئيل د نومبر په 24مه نېټه د بېلاروس پلاوي او په 25م نومبر د بېلاروس ولسمشر د پاكستان دوره كوي ٬ د دې په تناظر کښې به مونږ له په هر صورت اسلام آباد محفوظ ښار جوړول وي٬ ده ووئيل پولیس فورس له به دا باوري كولو له د یو ټیم په توګه کار كول وي۔ محسن نقوي ووئيل هر هغه څوک چې د اسلام آباد امن او امان ته زيان رسوي ګرفتارولے به شي ٬ دا ځل چې څوك هم په اسلام آباد کښې قانون په لاس کښې اخلي هغه به بېرته لېږلے نه شي۔ ده وویل چې د خلکو ٬ د پولیس او قانون نافذونکو افسرانو ژوند په مونږ زيات ګران دے۔ ده هدايت وكړو چې د وظیفې ترسره كولو په مهال به تاسو له ټول حفاظتي سامان كارول او احتياطي تدبيرونه اختيارول وي۔ پوليس فورس له به هېلمټ او حفاظتي جېكټس هم كارول وي۔ محسن نقوي ووئيل دا ځل به هیچا ته په وفاقي پلازمینه کښې د امن وضعيت ته د زيان رسولو اجازه وركولې نه شي٬ امن په ځاے ساتلو او د وګړو د ځان او املاك حفاظت له به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ په دې موقعه د اسلام آباد آ??ي جي ٬ چيف كمشنر ٬ ډي آ??ي جي اسلام آباد ٬ پوليس او ګڼ شمېر پوليس افسران موجود وو۔
د اسلام آباد امن ته زيان رسوؤنكے هر وګړے به ګرفتارولے شي ٬ قانون په لاس كښې اخستونكے به بيرته ليږلے نه شي٬ د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي
BNG Electronic Honesty Betting Entrance
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون