اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكست??ن او تركيې ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو پراخه موقعې موجود دي٬د تجارت لوظ نامې څخه به د دواړو هېوادونو لپاره نوې لارې پرانستلې شي٬د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره به په لوظ نامه په بشپړه توګه عملدرآمد باوري كولې شي??ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د پاكست??ن او تركيې ترمينځه په تجارتي لوظ نامه د لاس ليكونو دستورې ته وېنا كولو په مهال وكړه۔په لوظ نامه د تجارت وفاقي وزير سيد سيد نويد قمر او د تركيې تجارت وزير مهمت مش لاس ليك وكړو۔په دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د ماحولياتي وفاقي وزيرې شيري رح??ان??د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن او اعلٰی سركاري افسران هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل د پاكست??ن او تركيې تاريخي ورورولۍ اړيكو كښې دا لوظ نامه د يو سنګ ميل حېثيت لري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي لوظ نامه خوشبينه ده۔په دې د څو كلونو راهسې خبرې اترې روانې وې۔ ده ووئېل په مئي كښې زم??نږ د تركيې دورې نه پس د پاكست??ن او تركيې لخوا لوظ نامې لپاره هڅې لا ??ندې شوی وې ۔د تركيې صدر طيب اردوان مثالي قيادت كښې د تركيې د تجارت وزير مهمت مش او د پاكستان د تجارت وزير سيد نويد قمر او د دواړو هېوادونو سفيرانو او نورو اعلٰی چارواكو هم ډېر محنت كړے او بيا دا لوظ نامه شوې ۔ده ووئيل د پاكست??ن او تركيې ترمينځه د تجارت ودې پراخه ګنجائش او صلاحيت موجود دے او د تجارت ودې لپاره م??نږ بشپړعزم لرو۔د دې لوظ نامې څخه به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكمولو لپاره نوې لارې پرانستلي شي او تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو له به مرسته ترلاسه شي٬م??نږ له په دې لوظ نامه بشپړ عملدرآمد باوري كول دي۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر ووئيل د پاكست??ن او تركيه ترمينځه د لوظ نامې له مخې دواړه هېوادونه خپل خپل څيزونه د يو بل هېواد ته لېږلې شي او د دې څخه به د دواړو هېوادونو معيشت لا مستحكم شي??پاكست??ن او تركيې د تجارت لپاره په بېلو څيزونو يو بل له رعايت وركړے او م??نږ د خپل دوه اړخيزه تجارت حجم تر 5 ارب ډالرو زياتولو خوښي لرو۔ ده ووئېل د لوظ نامې څخه به م??نږ ته خپل هدف سر كولو له مرسته ترلاسه شي او د دواړو هېوادونو كاروباري طبقات به هم د دې څخه استفاده پورته كړي۔د تركيې د تجارت وزير مهمت مش ووئېل پاكست??ن او تركيې ته د ډېرې مودې څخه د شريك تجارت ودې له د دې لوظ نامې ضرورت ؤ ۔په مئي كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې دورې په مهال په دې كار تندولو سره اتفاق كړے ؤ ۔ دې لوظ نامې څخه م??نږ خپل دوه اړخيزه تجارت تر 5 ارب ډالره زياتولې شوو ۔ ده ووئېل د تجارت وده يو مسلسل عمل دے كوم لپاره چې م??نږ له په ګډه په چېلنجونو قابو موندل دي۔
د پاكستان او تركيې ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو پراخه موقعې موجود دي٬د تجارت لوظ نامې څخه به د دواړو هېوادونو لپاره نوې لارې پرانستلې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
Blackjack Türkiye Credit Site
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں