لاهور 15 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د هېواد ښه والې له به ټولو له راوړاندې كيدل وي،يو داسې هېواد كوم له چې قدرت هر ډول وسائل وركړې دي هغه دا مهال د ستونزو ښكار دې،د ښه منصوبه بندۍ سره د 22 كروړه وګړو ژوند بدلېدلې شي،نړۍ په تندۍ سره بدليږي او هېواد نوي صلاحيتونه پيدا كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ سي اي او كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل ??اك??تان يو داسې هېواد دې كوم له چې لوے څښتن ګڼ وسائل وركړې دي خو نن د سياسي عدم استحكام په وجه هېواد د لويو چيلنجونو سره مخ دې،??اك??تان د پرمختګ پلو روانولو لپاره سياسي استحكام ته اړتيا ده، سياسي استحكام سره به معاشي استحكام راشي۔ده ووئيل 1997 كښې مونږ وژن 2010 پيل كړے ؤ ، كه په هغې كار شوې ؤ نو نن به هند له مونږ برېښنا وركولې خو په 1998كښې يو جمهوري حكومت ختم كړے شو ،2013 كښې د مسلم ليګ( ن) بيا حكومت راغلو نو هېواد د سخت صورت حال سره مخ ؤ،ترهه ګري او انتها خوښي بام ته رسېدلې وه او16 ٬ 16 ساعته لوډشېډنګ به كيدو۔احسن اقبال ووئيل تر 1999 ??اك??تان د سوئيلي اسياﺀ ليډنګ اكانومي ؤ ،هېواد د هند څخه وړاندې ؤ او بنګلاديش څخه هم خو نن د بنګلا ديش او هند دواړو څخه مونږ شاته پاتې شوې يو،كه دا لړۍ دغسې روانه پاتې شوه او ??اك??تان د تير وخت څخه زدكړه ونه كړه نو په لس پنځلس كلونو كښې به شايد افغانستان هم زمونږ څخه وړاندي لاړ شي دا زمونږ لپاره د اندېښنې خبره ده۔ ده ووئيل نړۍ په تندۍ سره بدليږي،هر يو هېواد خپل ځان كښې نوې جدت او صلاحيتونه پيدا كوي ،1997كښې ??ې كله مونږ وژن 2010 پيل كړو نو ??اك??تان انرجي سيكټر كښې سرپلس ؤ دغسې په 2006 كښې په هېواد كښې بدترين لوډشيډنګ كيدو۔احسن اقبال ووئيل 2013 كښې به هره ورځ ځانمرګي بريدونه كيدل۔ده ووئيل په كال 2013 كښې ??ې كله د مسلم ليګ( ن) حكومت بيا راغلو نو مونږ د 2025 وژن وركړو او په هغې كښې مو ټول سټيك هولډرز شامل كړل،په دې وژن د صوبه خېبر پښتونخواه،سندھ او بلو چستان اعلی وزيرانو سره مشاورت شوې ؤ او د هغوي څخه لاس ليك اخستې شوې ؤ،د دې وژن په اړه زمونږ مخالفينو زمونږ مذاق كړې ؤ چې هېواد كښې د برېښنا بدترين لوډشيډنګ دې ، لاء اينډ آرډر صورتحال خراب دې دغسې كوم هم بهرني سرمايه كار ??اك??تان كښې د سرمايه كارۍ لپاره چمتو نه دي ،د مسلم ليګ (ن) حكومت اولس ته د شېخ چلي خوب ښائي۔وفاقي وزير ووئيل كال 2018 كښې ??ې كله مونږ حكومت پرېښودلو نو د ??اك??تان پرمختيائي بجټ 1000 ارب?? روپۍ ؤ كوم چې د تحريك انصاف حكومت 550 ارب?? روپۍ پات?? كړې دے۔(SAF/MWA/1924)
د هېواد ښه والي له به ټولو له راوړاندې كېدل وي، سياسي استحكام سره به معاشي استحكام راشي ۔ وفاقي وزير احسن اقبال
Crazy Time APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا