اسلام آباد۔9 جنوری (اے پی پی) د ميرپور په شمول د آزاد كشمير په بېلو ښارونو كښ?? د زلزلې جړقونه محسوس شول۔ د موسمياتو څانګې په رپورټس كښ?? وئيلې شوي دي چې په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 3.3 ريكارډ كړے شوے دے۔ د دې ژوروالې په زمكه كښ?? 7 سوه كلوميټره ژور وو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د موسمياتو څانګې وئيلي چې د زلزلې مركز ميرپور آزاد كشمير ته نزدې وو۔ په بھمبر ٬ كوټلي ٬ ډډيال او نورو ښارونو كښ?? هم د زلزلې جړقونه محسوس شول۔ تر د?? دمه د زلزلې د لاسه د ??وم زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ بياهم د زلزلې د لاسه خلق يرې واخستل او ذكر په خله له كورونو څخه لارو ته راووتل۔ زلزلې د آزاد كشمير خلقو په ذهن كښ?? د كال 2005 اكتوبر مياشتې په 8 مه نېټه د راغلې سختې زلزلې دړدېدلې يادونه تازه كوي د كومې په نتيجه كښ?? چې 75 زره نه زيات كسان مړه شوي وو او د زرګونو په شمېر ودانۍ نسكورې شوې وې۔
د مير پور په شمول د آزاد كشمير په بېلو سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول
The Emperor's Favor APP game website
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش