اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي)وزيراعظم شهباز شريف په سركاري ودانو د سولرائزېشن عمل تندولو سره ټاكلي موده كښې د منصوبې بشپړ كولو هدايت كولو سره وئېلي دي چې سولرائزېشن څخه د درآمدي ايندهن په مد كښې به د قيمتي زرمبادله بچت وشي۔ د شور?? په ورځ په هېواد كښې د توان بچت په اقداماتو د عملدرآمد جاج اخستو غو??ډې ته د وېنا كول?? په مهال وزيراعظم ووئيل چې د ټول هېواد په كچه د سولرائزېشن په پروژ?? عملدرآمد پاكستان كښې په درآمدي ايندهن د مصرف كېدونكې قيمتي زرمبادلې بچت باوري كول دي۔ ده هدايت وكړو چې په سركاري ودانو دې د سولرائزېشن عمل تندولو سره ټاكلي موده كښې بشپړ كړې شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې په هېواد كښې د اليكټرك موټرسائيكلز او سولر پينلز پیداوار لپاره پالېسۍ ته ډېر زر حتمي شكل وركړې شي۔ غو??ډې ته د 10 زره مېګاواټ سولرائزېشن منصوبې٬په ځايې كچه د سولر پينلز او اليكټرك موټر سائيكل پیداو??ر٬??يزرز كښې د نيكل بيفلز لګولو ٬ د برېښنا كم كهپت والا پكو او د بلبز په پېداوار بريفنګ وركړے شو۔غو??ډې ته ووئيل شو چې په مجموعي توګه د 671 سركاري ودانو سولرائزېشن عمل پیل شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې په دې لړ كښې به كوم هم ډول تعطل برداشت كولې نه شي۔د دې نه علاوه د صنعت لخوا غو??ډې ته ووئيل شو چې په ځايې كچه سولر پينلز او اليكټرك موټرسائيكلز پېداوار لپاره د پالېسۍ بنيادي خدوخال جوړولو سره بېلو ادارو څخه په دې رائے اخستلې كېږي٬راتلونكې مياشت به پالېسي بشپړولو سره جاري ك??ې شي۔د دې نه علاوه په هېواد كښې انرجي ايفيشنټ پكي او بلب جوړولو لپاره هم اقدامات بشپړ دي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په ټولو اقداماتو به ټاكلي موده كښې عملدرآمد باوري ك??ی شي۔په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬وفاقي وزيرانو اسحاق ډار٬انجينئر خرم دستګير٬مخدوم مرتضٰی محمود٬د پیټروليم وزيرمملكت ډاكټر مصدق ملك٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬خاص مرستيال جهانزېب خان٬سيد فهد حسېن او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو
د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ كښې د توان بچت په اقداماتو د عملدرآمد جاج اخستو غونډه٬ په سركاري ودانو د سولرائزېشن عمل تندولو سره ټاكلي موده كښې د منصوبې بشپړ كولو هدايت
Buffalo Win APP Download Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی