اسلام آباد۔4فروری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې د هند حكومت د مقبوضه جمو او كشمير ځانګړې حېثيت ختمولو سر?? په مقبوضه سيمه كښې ?? بشري حقونو د خلاف ورزۍ تر ټولو بد مثال وړاندے كړے دے۔ د كشميري يووالي ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ??ه ووئيل كشمير كښې مخ په زياتېدونكي ظلم او زياتي د هند بد شکله څېره ټولې نړۍ ته ښکاره کړې ده، اوس وخت راغلې دې چې د بشري حقونو علمبردار هېوادونه ٬ ادارې او تنظيمونه د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كولو له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل كشمير د پاكتسان شه رګ دے او د پاكستان ټولو سياسي ګوندونو د ??ې مسئلې د س??له ايز حل لپاره ګامونه پورته كړي دي٬ د كشمير مسئلې د عادلانه حل لپاره په ملي او نړيواله كچه لا زياتو ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د پاكستان اولس او ادارې نه يوازې د بې ګناه كشميريانو د ازادۍ په ستړو كښې ?? هغوي بشپړ ملاتړ كوي٬ بلكې د هغوي د ازادۍ تر ترلاسه كولو پورې به د كومې قربانۍ نه دریغ هم نه كوي۔ د كشمير يووالې ورځې مناسبت سر?? په خپل پېغام كښې ?? سېنېټ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي ووئيل چې د فرورۍ پنځمه آزادۍ لپاره د كشميريانو د قربانيو سر?? د يووالي ورځ ده كومه چې په ټول هېواد كښې مېشته پاكستانيان او كشميريان جوش او جذبې سر?? لمانځي۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان د ټولو سياسي ګوندونو دريځ او غږ يو دے۔ ده ووئيل د كشمير د مسئلې حل به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې وي۔
هند د مقبوضه كشمير ځانګړے حېثيت ختمولو سره د بشري حقونو لمينځه وړولو تر ټولو ناوړه مثال وړاندې كړې۔ صادق سنجراني
Lucky Clover Ms. APP download entrance
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن