اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) وز??را??ظم محمد شهباز شريف په راولپنډي انسټيټيوټ آف يورالوجي اينډ ټرانسپلانټيشن روغتون كښې د يورالوجي څانګې د سروسز باقاعدپ پرانسته وكړه۔ د نهې په ورځ وز??را??ظم د انسټي ټيوټ د بېلو څانګو معائنه وكړه او د علاج معالجې د سهولتونو ئې جاج واخستو٬ وز??را??ظم رنځورانو سره ملاقات هم وكړه او د دوي خېريت معلومولو سره ئې د دوي نه د علاج د سهولتونو پحقله تپوس پوښتنه وكړه٬ ډاکټرانو څخه هم وز??را??ظم په روغتون كښې د بېلا بېلو رنځونو د درملنې پحقله معلومات ترلاسه كړل۔ په دې موقع وز??را??ظم ته د صحت صوبائي سېكتر ډاکټر احمد جاوېد قاضي تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وز??را??ظم ته ووئيل شول چې په شمالي پنجاب كښې درملنې لپاره د دې نوي مركزي جوړېدل خوشبينه دي، په كال 2009 كښې د دې روغتون منظوري وركړې شوه وه او دا په 255 بستر مشتمل ٶ، دلته به د پېنډۍ٬ شمالي پنجاب او نورو برخو خلقو ته د درملنې ښه سهولتونه وركول باوري كولې شي٬ په وړومبي پړاٶ كښې په روغتون كښې اېمرجنسي سروسز پېل كېږي او دلته به ريډيو تھراپي، يورالوجي، بلډ بېنك، ډائيلاسز، پتھالوج??، اېمرجنسي ، ټرانسپلانټيشن، نفرالوجي او د او پي ډي پشمول نور سهولتونه وركولې شي، په دوېم پړاٶ كښې به د استوګنې ودانۍ جوړولې شي٬ تر اوسه په منصوبه د 5 اربه نه زيات رقم خرڅ شوې دې، د منصوبې د بشپړېدو موده 30 جون كال 2024 وه خو دا به سږ كال كه پاك پروردګار ته منظور وي د دسمبر نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ وز??را??ظم ص??بائي سېكتر احمد جاوېد قاضي ته په شاندار خدمات داد وركولو سره ووئيل دوي ما سره 15 نه تر شلو كالو كار كړے دے دې ډېر ايماندار او قابل افسر دے، نېب او نياز?? په ګډه قابل چارواك?? په زندانونو كښې اچولي۔ دې هم نېب ته ما سره وړاندې شوې ٶ۔ وز??را??ظم د پېنډۍ ميډيكل يونيورسټۍ وائس چانسلر ډاکټرعمر، د پېنډۍ کمشنر ،ډپټي کمشنر ته هم په ښه انتظاماتو شاباشې وركړو۔
وزيراعظم شهباز شريف په راولپنډي انسټيټيوټ آف يورالوجي اينډ ټرانسپلانټيشن روغتون كښې د يورالوجي څانګې باقاعده پرانسته وكړه
Wealth Tree APP download link
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ