اسلام ??باد۔10مئی(اے پی پی) د سعودي عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله بن محمد بن ابراهيم الشېخ د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سر?? ملاقات كړے٬ په كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ امت مسلمه ته په پېښو چېلنجونو او په مهمو سيمه ائيزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې په يو مذهب ٬ دوه اړخيزه باور او احترام ??ډانه لري۔ دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې كولو له ??ار??يماني تړون لا زياتول مهم دي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان د مجلس شوری د چيئرمېن په مشرۍ كښې د سعوي پلاوي په دوه ورځني نړيوال آئيني كنونشن كښې د ګډون كولو مننه كوم۔ د سعودی عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله محمد الشېخ د آئين 50 مې سالګرې په موقع د كامياب نړيوال آئيني كنونشن په كولو سپيكر ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل سعودي عربستان پاكستان سره د ورورولۍ مضبوطې اړيكې لري۔ د سعودی عربستان اولس د پاكستان اولس په پرمختګ او سوكالۍ كښې خوښي لري۔ د دواړو هېوادونو د ??ار??يماني پلاويو تبادلې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ سپيكر ووئيل پاكستان سعودي عربستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره اودرېدلې دي۔ سعودي عربستان په هره ستونزه كښې د پاكستان پراخه مرسته كړې۔ ده ووئيل سعودي – ايران اړيكې بحالېدل خوشبينه دي۔ سپیکر د دواړو وروڼو هېوادونو ??ار??يمانونو ترمينځه همكارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د پاکستان ??ار??یمان ډیجیټلائزیشن معارفي كړے۔ د ډیجیټلائزېشن اقدام ??ره مونږ زياتې كاميابۍ ترلاسه كړي۔د پاکستان ??ار??یمان د ډیجیټلائزېشن کامیابو تجربو تبادله د سعودي مجلس شوریٰ سره كېدې شي۔ د سعودی عربستان د مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله بن محمد بن ابراهيم الشېخ د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېزاشرف ته د سعودي عربستان دورې بلنه هم وركړه
سپيكر راجه پروېز اشرف سره د سعودي مجلس شوری چيئرمېن ډاكټر عبد الله محمد بن ابراهيم الشېخ ملاقات
Decide on Bonus Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش