حېدرآباد 25 مئي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي د تھر سكرو څخه به اولس ته ا??زانه برېښنا ترلاسه شي٬ كوم كار چې په څلورو كالو كښې نه ؤ شوے ھغه مونږ په څلورو مياشتو كښې د يو ارب رو??و په رېكارډ بچت سره بشپړ كړے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اې?? ټي ډي سي لخوا د تهر څخه تر مټياري د 220 كلوميټر 500 كے وي ټرانسمنشن لائن پرانستې نه وړاندې حېدر آباد كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې ۔ ده ووئيل د تھر پراجيکټ سره به د پرمختګ نوې دور پېل شي، ځوانانو ته به روزګار ترلاسه شي٬ مونږ تخزيب كاري نه تعميري كار كوٶ، ده ووئېل عمران خان ځوانان ګمراه كړي٬ ھغه د كومې آزادۍ خبره كوي۔۔ په دې موقع د سندھ مسلم ليګ ن صدر سيد شاه محمد شاه، د قامي اسمبلۍ غړے کھيئل داس، د اې?? ټي ډي سي ډي جي عبدالجبار خان، ډي آئي جي حېدراباد سيد پير محمد شاه ،حېسکو چيف مظفر عباسي او د اې?? ټي ډي سي چارواكي او نور هم موجود وو۔ وفاقي وزير خرم دستګير ووئيل تهر څخه د سكرو پېداوار نه پس اې?? ټي ډي سي څلور كاله وړآندې د برېښنا ترسيل لپاره د 21 اربه رو??و په بجټ كار پېل كړے ٶ٬ كوم كار چې په څلورو كالو كښې ونه كړے شو ھغه مونږ په څلورو مياشتو كښې د يو ارب رو??و رېكارډ بچت سره بشپړ كړے ۔۔ دې سره به قام ته ا??زانه برېښنا ترلاسه شي او د هېواد صنعتونو ته به ګټه هم ورسي
د تھر سكرو څخه به اولس ته ارزانه برېښنا ترلاسه شي٬ د تهر پراجېكټ سره به د پرمختګ نوې دور پېل شي۔ وفاقي وزير خرم دستګير
Amazon Kingdom Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا