اسلام آباد 6جون(اے پی پی)وزير??عظ?? شهباز ??ريف د آئي ټي په څانګه كښې د فكسډ ټيكس رجيم راوستلو پريكړه كولو سره د راتلونكي مالي كال بجټ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګې لپاره د لويې پېكج تيارولو سپارښتنه كړې ده۔ د وزير??عظ?? آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزير??عظ?? شهباز ??ريف په مشرۍ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ودې او آئي ټي او ټيلي كام سره د اړوندو بجټ وړاندېزونو له د اعلٰی كچې غونډه وشوه چې پكښې د هېواد آئي ټي برآمدات زياتولو او د آئي ټي په څانګه كښې د فكسډ ټيكس رجيم راوستلو لويه پرېكړه ةكړې شوه۔ ۔وزير??عظ?? فكس ټيكس رجيم لپاره كمېټۍ تشكيل كړه او سپارښتنه يۍ وكړه چې كميټي دې په سمدستي توګه خپل سفارشات وړاندې كړي۔ په غونډه كښې د آئي ټي په څانګه كښې نوې كاروبار پېل كوؤنكو ته د خصوصي مراعاتو وركولو اصولي منظوري هم وركړې شوه۔ په غونډه كښې د ځوانانو د آئي ټي او عصري ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د هنر مند جوړولو پروګرام ته د خصوصي پراختيا وركولو منظوري هم وركړې شوه۔ دغسې وزير??عظ?? د خاص ټريننګ٬ آئي ټي زونز جوړولو پرېكړې هم منظوري وركړه۔ وزير??عظ?? د راتلونكي مالي كال بجټ كښې آئي ټي سره د اړوندو سفارشاتو شاملولو سپارښتنه وكړه٬ د آئي ټي څانګې لپاره د بجټ سفارشات منظورۍ سره به د لكهونو په شمېر د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ وزير??عظ?? د آئي ټي په څانګه كښې د نوې ك??پن?? جوړولو لپاره د ځوانانو خاص لارښودنې او دوئي سره د سركاري مرستې كولو اقداماتو هم سپارښتنه وكړه۔ وزير??عظ?? بهرني هېوادونو كښې د آئي ټي سيكټرز روډ شوز كولو او پھ دې څانګه كښې د آسانيو څخه خبرولو هم هدايت وكړو۔ وزير??عظ?? ووئيل چې حكومت به په بجټ كښې د آئي ټي په څانګه كښې د ځوانانو په پیشه وره تربيه زيات رقم مصرف كوي٬دا مهال په هېواد كښې 45 زره ځوانانو ته د آئي ټي تربيه وركولې كېږي٬حكومت به راتلونكي بجټ كښې يو لك ځوانانو ته په ميرټ لېپ ټاپس وركوي۔ده ووئيل چې مونږ خپل تېر حكومت كښې ځوانانو ته ليپ ټاپس وركړي چې په سبب يې د كورونا وبا په مهال ځوانانو هېواد ته زرمبادله راوړلې۔ ده ووئيل چې د سپيشل ټېكنالوجۍ زونز لاندې به آئي ټي ك??پن?? ته د ټيكس مراعات رسنه باوري كولې شي٬وزير??عظ?? د آئي ټي څانګې ته د راتلونكې كال په مهال خپل برآمدات تر 4.5 ارب ډالر زياتولو هدف وركړے دے ۔ وزير??عظ?? آئي ټي وزارت او اړوند چارواكو ته څانګې سره په ګډه بجټ تجاويزو ته د حتمي شكل وركولو هم سپارښتنه كړې۔ ده دا هم سپارښتنه وكړه چې د ټيلي كام سېكټر پرمختګ لپاره به په ځايې كچه د فائبر كيبل تيارۍ په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كړې شي۔غونډه د آئي ټي او ټيلي كام څانګې پرمختګ او د آئي ټي برآمدات كښې اضافې په اړه په تفصيلي توګه خبرې كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شو چې حكومت به په بجټ كښې د آئي ټي څانګې برآمدات زياتولو لپاره جامع اقدامات كوي چې له مخې يۍ د آئي ټي موجوده برآمدات تر 100 فيصد زياتولو هدف ټاكلے شوے دے۔غونډې ته ووئيلې شؤ چې دا مهال په هېواد كښې 45 زره نزدې ځوانانو ته د آئي ټي څانګې پیشه وارانه تريبه وركولې كېږي كوم به چې د تربيه بشپړیدو نه پس نه يوازې د روزګار په لړ كښې په خپلو پښو ودرېږي بلكې د نور روزګار پېدا كولو ذريعه به هم وګرځي۔ وزير??عظ?? د آئي ټي او ټيلي كام سېكټر پرمختګ لپاره بجټ تجاويز ته ?? زر تر زره حتمي شكل وركولو هدايت هم وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، سید امین الحق، مریم اورنګزیب، د وزير??عظ?? صلاحكار احد خان چیمه، وزیرِ مملکت عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوہ، جهانزیب خان، طارق پاشا، شزا فاطمه خواجه، سینیټر افنان اللہ، د اسټېټ بانك ګورنر ،د اېف بي آر چیئرمین ، اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ دې سره سره د آئي ټي څانګې د نامتو پوهانو پشمول آصف پیر، زوهیب خان، نصیر اختر، د ټیلی کام څانګې د پي ټي سي اېل سي اي او حاتم باماترف ، د جاز وائس پریزیډنټ مدثر حسېن د ډپ فائيو اوت كمال او د ټيلي نار سي اي او هم ګډون وكړو۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ودې له د لوړې كچې غونډه٬ د آئي ټي برآمدات زياتولو ٬ آئي ټي څانګه كښې د فكسډ ټيكس رجيم راوستلو او نوې كاروبار پېل كوؤنكو ته د خاص مراعات وركولو پريكړه
MG Online Online Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔