اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ ??ئيلي دي تر څو چې پاکستان كښې د ټیکس ??صولي زياته شوې نه وي تر هغه وخت د هېواد معیشت نه شي ښه كېدې، د قاچاق مخنيوي لپاره په ټول هېواد او په خاص توګه سرحدی سيمو كښې عمليات پيل شوي، د کاروباری ورورولۍ مسئلې به حکومت په خاص توګه حل كوي، کاروباری ورورولي د موجوده معاشی حالاتو باوجود د هېواد د معیشت په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولو سره سره د روزګار موقعې رامخې ته كوي۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې ن??را?? وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره د اسلام آباد ایوان تجارت او صنعت پلاوي د صدر احسن ظفر بختاوری په مشرۍ كښې ملا??ات وکړو۔ ملا??ات كښې سیکرټری کامرس، سیکرټری صنعت، چیئرمېن ایف بی آر، چیئرمېن سی ډی اے او اړوندو اعلی چاروكاو ګډون كولو۔ په دې موقع د خيالاتو څرګندونې سره ن??را?? وزیراعظم ووئيل د کاروباری طبقې وړاندېزونو هركلے كوم، چې كوم د عمل وړ دي په هغې به عملدرآمد كولې شي۔ د وزيراعظم چوكۍ ذمه واري سنبھالولو سره مو كاروباری ورورولۍ سره ملاقاتونه كړي او د هغوي مسئلې مو اورېدلې دي، کاروباری ورورولي د موجوده معاشی حالاتو باوجود د هېواد د معیشت په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كولو سره سره د روزګار موقعي رامخې ته كوي۔ ن??را?? وزیراعظم ووئيل حکومت ټېكس نظام كښې اصلاحات باوري كوي كوم لپاره چې ټیکس ??ظام ډیجټلائز کېږي،تر څو چې پاکستان كښې د ټېکس ??صولی نه وي زياته شوې تر هغه وخت د هېواد معیشت نه شي ښه كېدې، د قاچاق مخنيوي له په ټول هېواد كښې او په خاص توګه په سرحدی سيمو كښې عمليات پېل شوې دي، د قاچاق مخنيوي په لړ كښې د تېرو 48 ساعتونو په مهال کرېك ډاؤن شوې د كوم چې مثبتې نتيجې ترلاسه شوي۔ ده ووئيل ګاونډيانو سره د تجارت په اړه مشاورت روان دې، د ګاونډي هېوادونو چارواكو د قاچاق مخنيوي هركلې كړې، د سوداګرو ، صنعت کارو او سرمایه کارو اعتماد بحالولو سره به د هېواد معیشت لا مستحکم کړې شي،د برېښنا په څانګه كښې په اصلاحاتو عمل تندۍ سره روان دې،د برېښڼا غلو په ضد به كوټلې کارروائی کولې شي،د هېواد مسئلو حل كولو لپاره به ټول سټیك هولډرز سره مشاورت كولې شي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د ایف بی آر پوائنټ آف سیلز دائره کار پراخه كولو په اړه دې زر رپورټ وړاندې كړې شي، د پاکستان سفارتخانو كښې تعینات کمرشل اتاشیانو کارکردګی به ښه كولې شي، د سی ډی اے نظام كښې به ښه والې راوستلې شي۔ ملا??ات كښې د سوداګرو ورورولۍ ن??را?? وزیراعظم له په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔ پلاوي وزیراعظم د سوداګرو د مسئلو په اړه خبر كړو او د هغې حل له ئې خپل تجاویز وړاندې كړل۔ وزیراعظم د پلاوي د وړاندېزونو هركلے وكړو او د مسئلو د حل كولو باور ئې وركړو
تر څو ټېکس وصولي زياته شوې نه وي د هېواد معیشت ښه كېدے نه شي، د قاچاق مخنيوي لپاره عمليات پېل كړې شوي۔ نګراں وزیر اعظم انوار الحق کاکړ
Moon and Stars Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : بونانزا