اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير مرت??يٰ سولنګي وئيلي دي چې لنډمهاله حکومت د ټولو نړيوالو لوظنامو احترام كوي او په دې به عملدرآمد جاري ساتي٬ حکومتي خرڅونه كمول، سرمايه کارۍ ته وده وركول٬ د سرمايه كارۍ په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو پشمول د قاچاق مخنيوي لپاره اقدامات كوٶ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د خزانې٬ توان او كامرس وزيرانو سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپل وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د خاص سرمايه کارۍ سهولت کونسل د اېپکس کمېټۍ د دوه ورځنۍ غونډې وړومبۍ ورځ وه د دې غونډې دوېم سېشن به (نن) د خالي په ورځ كېږي۔ ده ووئيل چې خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) كښې درې لويو مقصدونو انفا??مي??ن ټېکنالوجۍ، مائننګ او كركيلې ته پام ګرځول دي۔ ده ووئيل نن د اېس آئي اېف سي د اېپكس كمېټۍ په غٶنډه كښې حكومتي خرڅونه او ګرځينده قرضې كولو٬ د نجكارۍ عمل بهتر كولو ??و د قاچاق مخنيوي پشمول په نورو مسئلو غور شوې۔ ده ووئيل حكومتي خرڅونه كمولو لپاره ??مل?? اقدامات كوٶ ??و د غېر ملكي سرمايه كارۍ پحقله رامخې ته خنډان به لرې كولې شي او ويزه پاليسۍ كښې به بهتري راوستې شي۔ ده ووئيل د قاچاق په مخنيوي هم كار جاري دے۔ مرت??يٰ سولنګي ووئيل چې لنډمهاله حکومت د ټولو نړيوالو لوظنامو احترام كوي او په دې به عملدرآمد جاري ساتي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل تېر حكومت چې كوې پرېكړې كړې دي زمونږ قانوني رائے هم دا ده چې په هم په ھغې عمل وكړې شي۔ اېس آئي اېف سي د اېپكس كمېټۍ د پرېكړو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل غونډه جاري ده٬ وړومبۍ غونډه وشوه (نن) به دوېم غونډه كېږي، په دې كښې د شوې پرېكړو ټول تفصيلات به ميډيا ته وړاندې كولې شي۔
لنډمهاله حکومت د ټولو نړيوالو لوظنامو احترام كوي او په دې به عملدرآمد جاري ساتي۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي پرېس کنفرنس ته وېنا
Lucky Pig Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا