اسلام آباد 02 اکت??بر(اے پی پی)وفاقي كابينې د تكامل او نېشنل ووكېشنل اينډ ټيكنكل ټريننګ كمېشن ترمينځه د سروس ليول بدلون لوظ نامې٬ايريا اسټډيز سينټر د پېښور پوهنتون او د هنګري كوروينس پوهنتون سينټرل اېشيا ريسرچ سينټر ترمينځه د لوظ نامې د يادښت لاس ليك٬د سمټ بانك لميټډ نوم بينك مكرمه لميټډ اېښودل٬د پاكستان حكومت او ايكواډور حكومت ترمينځه لوظ نامې او لېفټيننټ جنرل محمد منير د نادرا چيئرمېن په توګه د تعيناتۍ منظ??ري وركړې ده۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د لنډ مهاله وفاقي كابينې غونډه وشوه۔په غونډه كښې وفاقي كابينې د تعليم او فني تربيې وفاقي وزارت په وړاندېز د سعودي ايجنسۍ تكامل او نېشنل ووكېشنل اينډ ټيكنكل ټريننګ كمېشن ترمينځه د سروس ليول بدلون لوظ نامې منظ??ري وركړه۔په غونډه كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې لنډ مهاله وزيراعظم ووئيل د پيشه وره تعليم او فني تربيې پروګرامونه د نړيوال ماركيټ ضروريات له مخې كو?? ضرورت دے۔ده ووئيل د هنر منده كسانو لپاره بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعې زياتولو په اړه دې اقدامات پورته كړے شي۔ده ووئيل افرادي قوت زمونږ سرمايه ده٬د افرادي قوت د عصري تقاضو له مخې هنر منده كولو په اړه دې په جنګي بنيادونو كار وكړے شي۔ده هدايت وكړو چې د فني تعليم او پېشه وره تربيې موجوده ټول مركزونه فعاله كړی شي۔وفاقي كابينې د وفاقي تعليم او فني تربيت وزارت په سفارش د ايريا سټډيز سينټ پېښور پوهنتون او د هنګري كوروينس پوهنتون سينټرل اېشيا ريسرچ سينټر ترمينځه د لوظ نامې په يادښت د لاس ليك منظ??ري هم وركړې ۔وفاقي كابينې دغسې وفاقي خزانې وزارت په سفارش د سمټ بانك لميټډ نوم مكرمه لميټډ بانك نوم اېښودلو هم منظ??ري وركړی۔د كورنيو چارو وفاقي وزارت په سفارت وفاقي كابينې د پاكستان حكومت او د ايكواډور حكومت ترمينځه د لوظ نامې منظ??ري هم وركړه چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ډپلوميټك٬آفيشل او اسپېشل پاسپورټ هولډرز په شريكه توګه د ويزې څخه مستثنٰی وي۔وفاقي كابينې د نادرا چيئرمېن لپاره د كورنيو چارو وزارت په سمرۍ په درې مجوزه نامو كښې د لېفټيننټ جنرل منير افسر د نادرا چيئرمېن په توګه د (نيشنل ډيټا بيس رجسټرېشن اتهارټي)تقررۍ منظ??ري هم وركړې۔كابينې ته وئېلي شوي چې سليكشن كمېټۍ د نادرا چيئرمېن لپاره د درې اميدوارانو نامې شارټ لسټ كړی وې۔دغسې كابينې د تفصيلي غور نه پس د نادرا نوې چيئرمېن لپاره د ليفټيننټ جنرل محمد منير افسر تقررۍ منظ??ري وركړې او وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 6 ستمبر 2023 او د 19 ستمبر 2023 په غونډو كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو ۔
د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه
Baccarat entertainment platform link
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج