اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د ګردې نړۍ سترګې د وزيراعظم شهباز شريف د چين راروانې دورې ته دي ٬ چين د پاكستان تر ټولو لوئي تجارتي همكار دے ، د سی پېک له امله د چين مصنوعات د پاكستان او د پاكستان د چين ماركيټونو ته رسېدو كښې زياتوالې رامخې ته شوے ۔ دا خبره ده په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ ژائي ډانګ سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع په پاك چين اړيكو ، سی پېک او د پاكستاني معيشت بحالۍ لپاره د حكومتي اقدامات په شمول په نورو مهمو چارو د ??يا??اتو څر??ندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د وزيراعظم د چين راروانې دورې په اړه هم خبرې وشوې۔ وفاقي وزير ووئيل د ګردې نړۍ سترګې د وزيراعظم شهباز شريف د چين راروانې دورې ته دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې په مهال به د سي پېك لاندې د روانو منصوبو جاج اغستلے شي ٬ په نوؤ منصوبو د ??يا??اتو څر??ندونه او د سي پېك په اړه خبرې كولې شي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل چين د پاكستان تر ټولو لوئي تجارتي همكار دے٬ ده ووئيل سي پيك د دواړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ مهمه منصوبه ده٬ د سي پېك له امله د چينائي مصنوعات د پاكستان او د پاكستان مصنوعات د چين ماركيټونو ته رسنه كښې زياتوالې رامخې ته شوے ۔ وفاقی وزیر د چين سفير د حكومت د معاشي اقداماتو او د سعودي او ايراني پ??او??و دورو څخه هم خبر كړو۔ ده ووئيل نړيوالې مجلې په پاكستاني معيشت كښې د بهترۍ پېشنګوئي كوي۔ چينائي سفير د حكومت د معاشي اقدامات ستائنه وكړه او هيله يۍ څر??نده كړه چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې به هېواد د پرمختګ په لاره روان شي۔ وفاقی وزیر د چين سفير په پاكستان كښې د چينائي وګړو حفاظت لپاره حكومتي اقدامات څخه هم خبر كړو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اطلاعات او كلتور په څانګو كښې د ودې په وركولو موافقت هم وشو۔ وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم د چين راروانې دورې په مهال به د چین نیوز ایجنسی ”شنهوا“ او اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) ترمينځه د خبرو تبادلې لوظنامه هم لاس ليك شي۔ دغسې دواړو فريقو د كلتوري او تعليمي پ??او??و تبادلو ته د ودې په وركولو موافقت او يو بل سره د مر??تې روانې ساتلو له د عزم څر??ندونه وكړه۔
د ګردې نړۍ سترګې د وزيراعظم شهباز شريف د چين راروانې دورې ته دي٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د چين سفير سره خبرې
Thai River Wonders Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔