اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د پي ټي آئ?? مؤسس به شيخ مجيب الرحمن خپل اتل ګرځولو٬ هغه به خپله موازنه شېخ مجيب الرح??ن سره كوله او دا به يۍ وئيل چې ما سره هغه څه كيږي كوم چې شېخ مجيب الرح??ن سره روان دي٬ د شيخ مجيب يوې مجسمې پريوتو سره هغه خپله بيانيه بدله كړه ٬ څوك چې يوټرن نه اخلي هغه د پي ټي آئ?? چيئرمين نه بلل كيږي٬ د پاكستان حكومت او اولس د بنګله دېش اولس سره ولاړ دے٬ د بنګله دېش د اولس د عزم او حوصلې ستائنه كوؤ٬ پارليمان بالادست اداره ده ٬ د قانون سازۍ اختيار لري ٬ د فلور كراسنګ حوالې سره آئ??ن او قانون واضحه دي٬ د تحریک انصاف آزادو غړو په يو داسې جماعت كښې شموليت اختيار كړے د كوم چې وجود نه وو۔ د شورؤ په ورځ په پی ټی وی هېډ کوارټرز كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير وو??يل د مسلم لیګ (ن) بلال کیانی قامی اسمبلۍ او سېنېټر طلال چوهدري په سېنېټ كښې الېکشن اېکټ ترمیمی بل وړاندې كړو كوم چې د رايو كثرت سره له منظورېدو وروستو د يو اېكټ شكل اختيار كړو۔ ده وو??يل د فلور كراسنګ حوالې سره آئ??ن او قانون واضحه دي٬ آزاد كانديد له په درې ورځې كښې دننه كوم ګوند كښې شموليت كول وي او دې لپاره بيان حلفي جمع كول وي٬ آيا بيان حلفي جمع كولو څخه وروستو كوم غړې ګوند بدلولې شي؟ دا يو پېچلې صورتحال دے۔ ده وو??يل د دې پرائیوېټ ممبر بل د لارې دې رول ته قانوني شكل وركړے شوے دے۔ وفاقی وزیر وو??يل د سپريم كورټ دوه معزز ججانو صاحبانو په اختلافي نوټ كښې مهمې نكتې پورته كړې او وئيلي يۍ دي چې د سپريم كورټ په پرېكړه عمل كولو له به د آئ??ن آرټيكل 51، 106، 62 او 63 معطل كول وي۔ ده وو??يل د سپريم كورټ معزز ججانو صاحبانو امین الدین خان او نعیم افغان دا پوښتنه وكړه چې د 15 ورځو تېرېدو باوجود تفصيلي پرېكړه رامخې ته نه شوه۔ ده وو??يل په آئ??ن كښې دا خبره ښكاره ليدلې شي چې كوم سياسي ګوند ته د متناسب نمائندګۍ فارمولې لاندې مخصوص چوكۍ وركولې شي٬ سني اتحاد كونسل په پارليمان كښې كوم وجود نه لرلو تر دې چې د سني اتحاد كونسل چيئرمېن هم آزاد حېثيت سره ټاكنو كښې ب??خه واخسته۔ ده وو??يل د قانوني پوهانو له مخې تحريك انصاف ته هغه ريليف وركړے شو كوم چې هغوي غوښتلے نه وو۔ ده وو??يل پارليمان بالادست اداره ده د قانون سازۍ اختيار لري٬ پارليمان يو رول د لاﺀ دننه بدلولو سره دې ته لا دوام وركړے دے۔ ده وو??يل د عدالت عظمیٰ پرېكړې دلاسه چې كوم قانوني سقم او مسائل رامخې ته شول ٬ د دې حل ضروري دے۔ ده وو??يل مونږ دا ګڼو چې په قانوني چارو كښې بايد انصاف وكړے شي۔ د بنګله دېش صورتحال په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير وو??يل د پاكستان حكومت او اولس د بنګله دېش اولس سره ولاړ دے٬ د بنګله دېش د اولس د عزم او حوصلې ستائنه كوؤ۔ ده وو??يل د تحریک انصاف سوشل میډیا آفیشل اکاؤنټ څخه شېخ مجیب اتل وګرځولے شو او د عمران خان موازنه شيخ مجيب الرح??ن سره وكړې شوه۔ ده وو??يل د تحريك انصاف حكومت او د شېخ حسينه واجد حكومت كښې ځينې څيزونه يو ډول دي ٬ هغې هم بهرنۍ مرسته غوښتله او دوئي هم بهرنۍ مرسته غواړي٬ هغې هم په خپل هېواد كښې كرپشن وكړو او دوئي هم د 190 ملین پاؤنډ کرپشن وكړو ٬ دوئي دواړو كښې زيات مماثلت دے۔ ده وو??يل د شېخ مجيب الرحمن د يوې مجسمې په پرېوتو دوئي خپله بيانيه بدله كړې ده٬ دا هغه رجيم وو كوم چې په بنګله دېش كښې تقسيم رامخے ته كړے وو۔ د پي ټي آئ?? چيئرمېن هم د تقسيم پېدا كولو قائل دے او دا ګڼي چې تقسيم سره سياسي ګټه ترلاسه كيږي۔ ده وو??يل بېرسټر ګوهر له پكار دي چې خپل لارښود سره ملاقات وكړي او هغه ته وو??يي چې تا خو به شېخ مجيب الرحمن خپل اتل ګڼلو ، اوس بيانيه بدله شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير وو??يل په بنګله دېش كښې د معاشي حالاتو مسئله نه وه٬ د تقسيم ٬ كرپشن ٬ كركې او كوټې مسئله وه۔ ده وو??يل مونږ غواړؤ چې په بنګله دېش كښې حالات د معمول له مخې شي۔ ده وو??يل شېخ حسينه واجد ته بهرنۍ مرسته له هغه ځايه ترلاسه وه كوم ځايې څخه چې نن په كشمير كښې ظلم او زياتې روان دے۔ ده وو??يل كله چې د شېخ مجيب الرحمن بيانيه جوړېده نو خان صاحب ته دا وئيلې شوې نه وو چې د هغه لور كوم ځايې څخه مرسته غواړي۔ده وو??يل كوم سياسي ګوند يا لارښود پاكستان څخه زيات لويے نه دے ٬ زه سياسي كاركن يم٬ د يو سياسي ګوند كاركن يم ٬ زما د ايمان ب??خه ده چې پاكستان وي نو مونږ به يؤ ٬ كله به هم دا نه وايم چې فلانكې نه وي نو پاكستان به نه وي۔ جماعت اسلامي سره د مذاكراتو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل جماعت اسلامی سره په زړه پورې ډول خبره مخ په وړاندې تلې دي٬ تېره ورځ په مذاكراتو كښې كافي پېشرفت وشو٬ ځينې نكتې مو هغوي ته لېږلې دي ٬ نن به په هغې بيا مشاورت كيږي ، هڅه به مو وي چې نن مشاورت ته حتمي شكل وركړے شي۔ ده وو??يل د جماعت اسلامي مطالبه زمونږ ايجنډا ده ، مونږ غواړو چې د بجلۍ بل كم وي ٬ د آئ?? پي پي په چارو بايد نظر ثاني وكړې شي۔ دې وو??يل تر 200 یونټ كارؤنكو صارفينو ته د 50 اربه روپو سبسډي درې مياشتو لپاره وركړې شوې ده۔ ده وو??يل هيله ده چې جماعت اسلامي سره مذاكراتو كښې ښه پېشرفت وشي۔ ده وو??يل د پي ټي آئ?? مؤسس د خپل حكومت ختمولو تور كله په امريكا لګولے وو او كله په پوځ او بيا يۍ وو??يل محسن نقوي زما حكومت ختم كړؤ۔ دې ذهني چېك اپ ته اړتيا لري۔
د پي ټي آئي مؤسس به شيخ مجيب الرحمن خپل اتل ګرځولو٬ د شيخ مجيب يوې مجسمې پريوتو سره هغه خپله بيانيه بدله كړه ٬ څوك چې يوټرن نه اخلي د پي ټي آئي چيئرمين نه بلل كيږي٬ عطاﺀ تارړ
Spicy Award Honest Betting Link
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا