اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بجلۍ صارفین لپاره د بجلۍ بيعه كمولو او سباؤن كښې د بجلۍ پیداواري منصوبو په اړه په تګلاره عملدرآمد د تندولو سپارښتنې سره وئيلي دي پاکستان د شمسي ت??ان پراخه استعداد لري ،سباؤن كښې په كم لګښت د بجلۍ منصوبو ته دې پام لرنه وكړې شي۔د وزیراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د دې خي??لا??و څرګندونه ده د جمعې په ورځ هېواد كښې د سباؤن لپاره د بجلۍ پیداواری منصوبو، د بجلۍ ادارو او ??ه خاص ??وګه د ترسیلی نظام جاج اخستو غونډې په مهال خبرو اترو كښې وكړه۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل د بجلۍ پیداواري منصوبو لپاره دې ځائې وسائلو ته پام لرنه وكړې شي۔په دې موقع وزیراعظم په هېواد كښې د روانو پن بجلۍ منصوبو پیش رفت څخه خبر كړے شو ۔وزیراعظم ووئيل د پن بجلۍ منصوبې د کم لګښت بجلۍ داسې ذرائعې دي چې ورسره صارف ته ماحول دوست او آرزانه بجلۍ وركړې كيدې شي۔ده ووئيل د بجلۍ موجوده استعداد دې هم د شمسي ت??ان ته منتقل کړې شي،په ټوله نړۍ كښې ماحول دوسته د کم لګښت شمسي ت??ان څخه بجلۍ پیدا کیږي۔ده ووئيل پاکستان په دې لحاظ سره خوش قسمته هېواد دے چرته چې د شمسي ت??ان پراخه استعداد شته۔ وزیراعظم د زيات ایندھن څخه د كمې بجلۍ پيدا كوونكو غیر موثره بجلی ګھرو ختمولو پیش رفت څخه هم خبر كړے شو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل زيات ایندھن څخه كمه بجلۍ پیدا کوونكي پخوانۍ بجلی ګھري دې په سمدستي ت??ګه بندې كړې شي۔ده سپارښتنه وكړه چې داسې ټول افسران كوم چې د بجلۍ په څانګه كښې اصلاحات كښې خنډان دراولاړولو هڅي كوي،د هغوي په ضد دې کارروآئي وكړې شي۔وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د بجلۍ پیداواري لګښت په لحاظ سره د كم لګښت بجلۍ انتخاب او ترسیل لپاره دې د جدید ټيکنالوجی نظام نفاذ زر تر زره باوري كړې شي۔دې څخه وړاندې د غونډې په مهال وزیراعظم په هېواد كښې د سباؤن لپاره د بجلۍ پیداواري منصوبو، بجلۍ څانګې او ??ه خاص ??وګه ترسیلی نظام په اړه خبر كړے شو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د بجلۍ څانګي اصلاحات لپاره ټول اقدامات په ټاكلې شوې موده كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، سردار اوېس احمد خان لغاری، ډاکټر مصدق ملك، وزیر مملکت علی پرویز ملك او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
پاکستان د شمسي توان پراخه استعداد لري ،سباؤن كښې په كم لګښت د بجلۍ منصوبو ته دې پام لرنه وكړې شي۔وزیر اعظم محمد شهباز شریف
CQ9 electronic official entertainment platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں