لاهور۔2 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي چې د آډیو لیکس په اړه بايد بشپړه پلټنې وكړې شي٬ اسلام د انسانيت د حقونو محافظ دے٬ په مسلم اكثريتي هېوادونو كښې د اقليتونو د حقونو د تحفظ ذمه واري د مسلمانانو ده٬ د پاكستان آئين او قانون د اقليتونو د حقونو تر ټولو لويے محافظ دے٬ د نبي كريم (ص) د تشريف راوړلو څخه وروستو د مېرمنو د حقونو تحفظ وشو۔ د پاكستان علماﺀ كونسل تر سېوري لاندې په ټول هیواد کښې کنفرنسونه، سیمینارونه او غونډې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پېغام رحمت للعالمين كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ طاهر اشرفي وو??يل چې علماﺀ كرام به د راتلونكې جمعې په خطبو كښې د مېرمنو او اقليتونو په حقونو او سيرت مصطفی (ص) رڼا اچوي۔ د سېلاب ځپليو د مرستې په اړه ده ووئيل ?? سېلاب ځپليو مرسته كول يوازې د وزيراعظم او د پوځ سرلښ??ر ذمه واري نه ده بلكې پاتې سياسي مشرتابه به له هم په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ وروستو خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل ?? ټرانسجېنډر اېكټ حوالې سره مونږ د خپلې كم علمۍ او ناكامۍ اعتراف كوؤ۔ دا خبره دا افسوس وړ ده چې په كال 2018ﺀ كښې جوړ شوي د دې اېكټ په اړه پاكستاني اولس مذهبي طبقې ته هېڅ علم نه وو۔ دا د پارليماني ګوندونو ذمه واري ده چې هغوي پارليمان كښې د كېدونكې قانون سازۍ حوالې سره خپل بشپړه كردار ترسره كري او د هر هغه قانون سازۍ په ضد غږ پورته كړي كومه چې د اسلامي تعليمات او د پاكستان د آئين خلاف وي۔ ده ووئيل ?? ټرانسجېنډر اېكټ په اړه د جمعيت علماﺀ اسلام لخوا وړاندې كړې شوې بل د ستاينې وړ دې او پاكستان علماﺀ كونسل د هغې ملاتړ كوي٬ مونږ هيله لرو چې حكومت به د ولس او مذهبي ټولنې جذبات په نظر كښې نيولو سره په دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئیل چې بې له شکه چې نرښځیان یوه مظلومه ډله ده، باید د دوئي هر ډول ملاتړ وشي. د يوې پوښتنې په ځواب کښې ده وو??يل په اوسنيو سياسي حالاتو کښې دآډيو ليکونو راتلل د انديښنې وړ خبره ده اؤ بايد په دې اړه پوره پلټنې وشي.
د پاكستان آئين او قانون د اقليتونو د حقونو تر ټولو ستر محافظ دے٬ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
Baccarat squeeze game card official entertainment
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج