اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) سفيره ممتا?? زهره بلوچ د خارجه وزارت ويانده غوره كړې شوې۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري اعلاميې له مخئ ممتا?? زهره بلوچ به د خپلو موجوده ذمه وارو سره سره د خارجه وزارت وياندې په توګه هم وظيفه ترسره كوي٬ د پاکستان کيرئير ډپلومېټ ممتا?? زهره بلوچ دا مهال د آسياء اېنډ پېسفك دوهمې سېكرترې په توګه وظيفه ترسره كوي، د دې نه وړاندې زهره بلوچ 21-2020 په مهال په جمهوريه كوريا كښې د پاكستان سفيره٬ د 20-2015 په مهال بيجنګ كښې د پاكستان په سفارت كښې منسټر ډپټي هېډ آف مشن، د كال 16-2011 په مهال په واشنګټن ډي سي كښې د سياسي چارو كونسلرې په توره كار كړے ٬ د دې نه وړاندې 02-1999 په مهال په ملګرو ملتونو جنيوا كښې د پاكستان د مستقل مشن سېكنډ سېكرترې په توګه معتين وه۔ ممتا?? زهره بلوچ په خارجه وزارت كښې په خارجه دفتر كښې ډائرېكټر (امريکه)، ډائريکټر (سکيورټي کونسل اينډ هيومن رائټس) او ډائريکټر ( ستراتېژك پلاننګ) په توګه كار كړے ٬ د كال 15-2014 په مهال ??متا?? زهره بلوچ د (اكېډمك پروګرام) ډائرېكټر په خېث خدمات ترسره كړي ا?? د دې نه پس ئې په فارن سروسز اكېډمي اسلام آباد كښې د ډائرېكټرجنرل په توګه هم كار كړے ۔ ممتا?? زهره بلوچ د لاهور پنجاب يونيورسټۍ څخه په فزکس كښې د ماسټرز ډګري ترلاسه كړې او فلېچر سکول آف لاء اينډ ډپلوميسي ا??ريکا څخه ئې په آئي آر كښې د ماسټرز او د فرانس نوموړي اېكول نېسن ډي اېډمنسټرېشن څخه ډګري ترلاسه كړې ده
ممتاز زهره بلوچ د خارجه دفتر ويانده غوره كړې شوه٬ اعلاميه جاري
Bonanza Candy APP download entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں