اسلام آباد۔11اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال عطا الله تارړ وئيلي چې په هېواد كښې د عدل او انصاف نظام سرلوړي غواړؤ٬ د قانون سرلوړۍ له د بل راتلل زيات ضروري وو٬ انصاف كېدل بايد په نظر راشي٬ پارليمنټ يوه بالادست اراده ده٬ عدليه د پارليمان د چارو پ?? قانون سازۍ كښې مداخلت نه شي كولې٬ پارليمان په آئين كښې د بدلون كولو اختيار لري٬ كه صدر مملكت سپريم كورټ بل نه لاس ليك كوي نو 10 ورځې پس به دا بل پخپل?? قانون جوړېدو سره نافذ العمل شي٬ عدليه د پارليمان په اختياراتو او قانون سازۍ كښې مداخلت نه شي كولې٬ د فنانس بل له مخې به چارې مخ په وړاندې روانې وي۔ د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته خپله وېن?? كښې عطاﺀ تارړ ووئيل په هېواد كښې د انصاف سرلوړۍ له ضروري وه چې بل رامخې ته شي٬ پخوانۍ غوښته وه چې د بنچز تشكيل دې رېګولېټ كړې شي۔ د شق 191 لاندې د بنچز تشكيل د آئين او قانون ماتحت دے٬ زمونږ لاس ليكونه هم اصل دي٬ زمونږ كا?? هم اصلي دے٬ ستاسو لاس ليك هم جعلي دے او لارښود هم۔ ستاسو كا?? هم جعلي دے۔ د پوښتنو په ځواب كښې عطاﺀ تارړ ووئيل چارج شیټ هم شته او دوه رېفرنس?? هم دائر كړې شوي دي۔ حكومت تر دې دمه د رېفرنس تياري نه ده كړې۔ د ټاكنو په اړه د پوښتې په ځواب كښې ده ووئيل د آئین له مخې ټول ټاكنو لپاره نګران حكومت ضروري دے۔ په هېواد كښې د ټول ټاكنو په يو وخت كېدل د ټاكنو سپېځلتيا لپاره ضروري دي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به خپله موده ترسره كوي او ټول ټاكنې به كه پاك پروردګار ته منظور وي په يو وخت كېږي۔
په هيواد كښې د عدل و انصاف نظام سرلوړي غواړؤ٬ د قانون سرلوړۍ له د بل راتلل زيات ضروري وو٬ عطاﺀ الله تارړ
Immortal Way Gloves APP Game Platform Website
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔