اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې خلقو ته سړكونو ته د راوتلو اعلان كولو سره په خپله انقلاب په بني ګاله كښې پټ ناست دے، د ګرانې، بې روزګارې او معاشي تباهې مسلط كوونكې انقلاب، منافق او غل اوس د بني ګاله نه د بهر راوتلو همت نه لري، د عمران خان انقلاب د ټي وي سكرين نه بهر نه راوځي. د اتوار په ورځ د عمران خان په وېنا په خپل غبرګون كښې هغې ووئيل چې د مئي په 25مه نېټه د خونړي مارچ اعلان كولو سره عمران خان په خپله په چورلكه كښې معلق و، په چورلكه كښې معلق انقلاب اوس په بني ګاله كښې دوه جهنډې لګولو سره په سكرين ناست دے. هغې ووئيل چې خلقو ته سړكونو ته د راوتلو اعلان كولو سره په خپله انقلاب په بني ګاله كښې پټ ناست دے، د ګرانې، بې روزګارې او معاشي تباهې مسلط كوونكې انقلاب اوس د بهر راوتلو همت نه لري.هغې ووئيل چې ګراني د 3 فيصد نه 16 فيصد ته رسوونكې انقلاب په ټي وي سكرين او هوا كښې معلق په چورلكه كښې راتللې شي، د 43 زره ارب تاريخي قرض اخستونكې انقلاب په هوا كښې په معلق چورلكه كښې او سكرين راتللې شي. كشمير خرڅوونكې په ټي وي سكرين او هوا كښې په معلق چورلكه كښې انقلاب راوستلې شي. هغې ووئيل چې ش مئي د 25مې نېټې تښتېدونكې اوس په سكرين او چورلكه كښې انقلاب راوستلې شي.
خلقو ته سړكونو ته د راوتلو اعلان كولو سره په خپله انقلاب په بني ګاله كښې پټ ناست دے، د ګرانې، بې روزګارې او معاشي تباهې مسلط كوونكې انقلاب اوس د بهر راوتلو همت نه لري. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان په بيان غبرګون
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون